ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملکي وګړو، پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملکي وګړو، پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
5 Apr 2014 - 14:35
ملکي وګړو، پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
5 Apr 2014 - 14:35

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د ټاکنو پر مهال په ځينو امنيتي پېښو کې لسو ملکي وګړو، پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زابل د امنيت امر غلام جيلاني فراهي د وري په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې د ولايت د مرکز کلات ښار اړوند د نوخېز په سيمه کې چاودنه شوې ده.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې دوه پوليس وژل شوي، څلور پوليس او يو ناظر ټپي شوي دي.

فراهي وويل، پر پوليسو چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې دوى د ټاکنو ناظرين د رايو مرکزونو ته لېږدول.

د يو بل خبر له مخې، په باميان ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي دي.

د دغه ولايت امنيه قوماندان خداى باز يارمل پژواک اژانس ته وويل، چې په ياد موټر کې خلک د رايو مرکز ته لېږدول کېدل، چې د مرکز اړوند د دشت بزکشي په سيمه کې يې موټر چپه شو، چې له امله يې دوه تنه مړي شوي دي.

بلخوا پوليسو په دايکنډي ولايت کې پر هغه تن ډزې کړې او ټپي کړى يې دى چې غوښتل يې د ښځو د رايو مرکز ته ننوځي.

د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا د اورګون امنيه قوماندان عبدالواحد کندهاری وايي چې پر دې ولسوالۍ کې ١٥ فيره توغندي توغول شوي، خو کوم زيان يې نه درلود.

بلخوا د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولايت والي جنرال محراب الدين ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې دغو وسله والو غوښتل چې د خلکو پر لاره ماين خښ کړي، چې په خپله پرې چاودېدلى دى.

د نوموړي په وينا، په نجراب ولسوالۍ کې يو طالب د خپلې مرمۍ په چاودنه کې وژل شوى دى.

دغه راز د ننګرهار، کونړ او لغمان په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم بريدونه او چاودنې شوې، خو کومه مرګ ژوبله يې نه لرله.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.