ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې تر اوسه ١٦ ټاکنيز شکايتونه ثبت شوي

هلمند کې تر اوسه ١٦ ټاکنيز شکايتونه ثبت شوي

author avatar
5 Apr 2014 - 17:53
هلمند کې تر اوسه ١٦ ټاکنيز شکايتونه ثبت شوي
author avatar
5 Apr 2014 - 17:53

لښکرګاه (پژواک ۱۶ ورى ۹۳): په هلمند کې د رايې اچونې له پيل څخه تر دې مهاله د شکايتونو کمېسيون ته د زورواکو او د ټاکنو د کمېسيون له مامورينو ۱۶ شکايتونه رسېدلي دي.

 په دغه ولايت کې د شکايتونو د کمېسيون کمېشنر رحيم ګل علي خېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شکايتونه له زورواکوانو، د ولسي جرګې له يوه وکيل او خپله د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له مامورينو شوي، چې په تړاو يې څېړنې روانې دي.

هغه وويل: ((اوس لا وختي دى، چې د ټولو په اړه يې جزئيات ووايم ولې په ټوله کې ځيني شکايتونه د درغليو په اړه دي، وګورو چې څومره يې سم دي.))

نوموړي زياته کړه، ټول شکايت کوونکي کولاى شي تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې خپل شکايتونه ثبت کړي او وروسته يې دوى په اړه غور کوي.

دغه راز د ياد ولايت د ټاکنو خپلواک کمېسيون مرستيال خالد پژواک ته وويل، هغه شکايتونه چي د دوى له مامورينو د نه مسلکيتوب په اړه شوي، ناسم دي؛ ځکه عام خلک پوره پوهاوى نه لري.

نوموړي زياته کړه، چې په ټول هلمند کې رايې ورکولو ۱۴۷ مرکزونه لري، چې يوازې يو مرکز په مارجې ولسوالۍ کې و، هغه هم د جکړې له امله د يو ساعت لپاره تړلى و.

د ده په خبره،په ګرشک ولسوالۍ کې هم په دوو مرکزونو کې د ناظرينو او مامورينو تر منځ د خپل منځي شخړې له امله کار ځنډلى و خو د دوى په هڅو په لږ وخت کې بېرته پيل شو.

بلخوا د حبيب الله سلطاني په نوم د يوه کانديد د دفترمسوول وويل، د يوه مرکز رييس د يوه ځانګړي  کانديدپه ګټه کار کاوه، چې دو‌ى يې شکايت  کړى.

د ده په خبره، چې په يو شمېر نورو سيمو کې هم دغه کار شوى دى.

په هلمند کې په داسې حال کې ټاکنې پرته له امنيتي پېښو ترسره کېږي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په ټاکنو کې د لښکرګاه پر ښار باندې ګڼ شمېر توغندي را وتوغول شول خو د چارواکو په وينا مرګ ژوبله يې نه درلوده.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.