ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په خوست او غزني  کې دوه  ځانمرګي بريدګر وژل شوي

په خوست او غزني کې دوه ځانمرګي بريدګر وژل شوي

author avatar
5 Apr 2014 - 17:38
په خوست او غزني  کې دوه  ځانمرګي بريدګر وژل شوي
author avatar
5 Apr 2014 - 17:38

کابل ( پژواک، ١٦ ورى ٩٣ ) :  د کورنيو چارو وزارت وايي ، چې په خوست او غزني ولايتونو کې دوه  ځانمرګي بريدګر وژل شوي دي.

ددغه وزارت مطبوعاتي دفتر له خوا د وري په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،يوه ځانمرګي بريدګر غوښتل، چې تر غرمې وروسته د غزني په واغز ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

د سرچينې په وينا، دغه بريدګر موخې ته تر رسېدو مخکې دپوليسو له خوا پېژندل شوى او بيا يې وژلى دى.

د کورنيو چارو وزارت  دغه راز وايي، چې يوه بل ځانمرګي بريدګر  تر غرمې مخکې په لسو بجو غوښتل ، چې په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې د رايو پر يوه مرکز بريد وکړ، خو د پوليسو له خوا تر پېژندل کېدو وروسته وژل شوى دى.

د ځاځي ميدان امنيه قوماندان  مل پاسوال عزيزالله پژواک اژانس ته وويل، ځانمرګي غوښتل، چې د رايې اچونې مرکز ته ننوځي، خو پوليسو مرکز ته تر رسېدو مخکې ودراوه، چې په دې وخت کې يې ځانته چاودنه ورکړه.

هغه زياته ، چې په پېښه کې يواځې  ځانمرګى وژل شوی او نور چا ته زيان نه دی اوښتی.

همدارنګه ګڼ شمېر توغندي پر ځاځي ميدان ولسوالۍ ويشتل شوي، خو ځاني او مالي زيان نلري.

د يوه بل خبر له مخې، د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې يو  قومي مشر د وسله والو په بريد کې وژل شوى دى.

د ارغنداب ولسوال حاجي مومند پژواک ته وويل ، چې د غرمې په يوې بجې د ولسوالۍ  د انګورک په سيمه کې  وسله والو د رايو پر مرکز بريد وکړ، چې له امله يې ياد قومي مشر ووژل شو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.