ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې د رايې ورکولو ٤٧ مرکزونه تړلي

په فارياب کې د رايې ورکولو ٤٧ مرکزونه تړلي

author avatar
5 Apr 2014 - 12:13
په فارياب کې د رايې ورکولو ٤٧ مرکزونه تړلي
author avatar
5 Apr 2014 - 12:13

ميمنه (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د فارياب ولايت ځايي چارواکي په دغه ولايت کې د رايې ورکولو د ٤٧ محلونو د بندوالي او په دولت اباد ولسوالۍ کې د نښتې خبر ورکوي.

ځايي چارواکو تر دې وړاندې ويلي وو، چې د فارياب ولايت په کچه د رايې ورکولو له ٢٣٤ مرکزونو څخه به ٣٠ مرکزونه د امنيتي ګواښونو له امله تړلي وي، خو اوس بيا د فارياب والي محمدالله بتاش وايي، چې د دغه ولايت د رايې ورکولو ٤٧ مرکزونه د امنيتي او اقليمي وضعيت له امله تړلي دي.

هغه زياته کړه، چې د دغو مرکزونو زياته برخه په غورماچ او درى نور يې په دولت اباد ولسوالۍ کې دي.

خو والي نن سهار له پژواک سره په خبرو کې وويل، چې خلک په پوره مينه او لېوالتيا سره په ټاکنو کې برخه اخلي او هڅه کېږي، چې د ځينو سايټونو امنيت خوندي او خلکو ته د رايې ورکونې زمينه مساعده کړي.

د غورماچ ولسوالۍ يوه مخور سيف الله وويل، چې له ٢٢ سايټونو څخه يواځې څلور فعال دي او پاتې نور د وسله والو مخالفينو د فعاليت په سبب تړل شوي دي.

د دې ترڅنګ هغه نښته، چې له تېرې شپې راهيسې د وسله والو مخالفينو او امنيتي ځواکونو تر منځ په فتاح بابا، شور دريا او د دولت اباد په معدن کې روانه وه، درېدلې ده.

د محمد داوود په نوم يوه ځايي استوګن، چې په لس بجې يې خبرې کولې وويل، چې خلک ورو ورو د رايې ورکونې د مرکزونو پر لور راځي، چې ٩ مرکزونه خلاص او درى يې تړلي شوي دي.

د دولت اباد ولسوال عبدالسلام نزهت وويل، چې دغه سايټ پخوا تر امنيتي ګواښ لاندې و او په هغو ساحو کې اعلان شوى و، چې ټاکنو په کې امکان نه درلود.

په ورته وخت کې د ګرزيوان ولسوال عبدالرازق کاکړ وويل، چې وسله والو مخالفينو پر څو امنيتي پوستو بريدونه کړي، خو شا ته تمبول شوي دي.

هغه وايي، چې تر اوسه د رايې اچونې پروسه منظمه روانه ده.

 کاکړ وويل، يو ملکي وګړى د ګرزيوان په غولديان سيمه کې د دوو ځايي قوماندانانو په شخړه کې ټپي شوي، خو نښته وروسته غلې شوه.

 د ده په خبره، د نښتې په ساحه کې د رايې ورکونې کوم سايټ نه شته او د ټاکنو په پروسه اغېز نه لري.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.