ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هېواد په ځينو سيمو کې پر ټاکلي وخت رايه اچونه نه ده پيل شوې

د هېواد په ځينو سيمو کې پر ټاکلي وخت رايه اچونه نه ده پيل شوې

author avatar
5 Apr 2014 - 08:05
د هېواد په ځينو سيمو کې پر ټاکلي وخت رايه اچونه نه ده پيل شوې
author avatar
5 Apr 2014 - 08:05

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٢): ځينې خلک شکايت کوي ، چې د هېواد په مرکز او ځينو ولايتونو کې د رايې ورکولو پروسه پر خپل وخت (سهار ٧ بجې) پيل نه شوه او دوى په باراني هوا کې په ليکو کې ولاړ دي.

د کابل ښار د ده خدايداد د نجونو په لېسه کې تر دې مهال (سهار ٧:٢٠ بجې) د رايې ورکولو د محل کار کوونکو اړينې تخنيکي تيارۍ نه دې نيولې.

د رايو په دغه محل کې شاوخوا ١٥ تنه نارينه او ښځينه ولاړ دي.

له دغه کسانو د نورمحمد په نوم يوه ٧٢ کلن کس پژواک ته وويل: “خلک يې په ٧ بجو راغوښتې وو، خو اوس وايي چې اوه نيمې بجې کار پيلوي.”

د دغه محل يو کارکوونکى چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې له پلان سره سم بايد سهار ٧ بجې بايد ټولې تخنيکي تيارۍ نيول شوې واى، خو تر اوسه ( ٧:١٥ بجې) په دغه محل کې کارکوونکي لا تر اوسه پر دې تياريو لګيا دي.

دى وايي چې په تېرو ټاکنو کې به دغه چارې يوناما تنظيمولې او ښې به تنظيم شوې وې.

دغه راز کابل د شپاړسمې حوزې د نازو انا او لامعه شهيد ښوونځيو د رايې په مرکزونو کې هم تر اوسه نږدې اته بجې رايه اچونه نه ده پيل شوې او لسګونه نارينه او ښځينه په ليکو کې ولاړ دي.

د نازو انا ښوونځي د مرکز يوه کارکوونکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي وويل، چې دوى ته نن سهار هدايت ورکړل شوى چې په اتو بجو کار پيل کړي.

د خيرخانې مېنې د دويمې حصې د حضرت علي په جومات کې په لسګونو خلک د رايو ورکولو لپاره په تمه دي، خو لا هم د ټاکنو کمېسيون کارکوونکو خپلې چارې نه دې بشپړې کړې.

د پژواک خبريال وايي، چې تر دې دمه (د سهار اوه نيمې بجې) په دغه مرکز کې د رايې ورکوونکو د ثبت فورمونه نه دي را رسېدلي او کارکوونکي لګيا دي خپل کارونه تنظيموي.

دى زياتوي، په دغه مرکز کې شاوخوا پنځوس تنه د رايې ورکولو لپاره انتظار باسي، خو د رايې ورکولو بهير لا نه دى پيل شوى.

دغه راز د کابل په پلچرخي لېسه کې د رايې ورکولو په مرکز کې هم تر اوسه اوه نيمې بجې دغه پروسه نه ده پيل شوې.

د کابل ښار د خيرخانې مېنې د مريم په لېسه کې هم د سهار تر نږدې اتو بجو رايه اچونه نه ده پيل شوې او په لسګونو نارينه او ښځينه په کتار کې ولاړ دي.

يوې ښځې غزال وويل: ((موږ اوه بجې راغلې يو، خو بې نظمي ده او تر اوسه مرکز نه دى پرانيستل شوى.))

هغې هيله وښوده چې مرکز ژر پر کار پيل وکړي.

خو د رايې اچونې مرکز مسوولين وايي، چې دوى چمتو دي او رايه اچونه به ډېر ژر پيل شي.

د دايکنډي په مرکز نيلي ښار کې هم د رايې اچونې درى مرکزونو تر اوسه (سهار نږدې اته بجې) کار نه دى پيل شوى او په لسګونه نارينه او ښځينه په ليکو کې ولاړ دي.

د جوزک سيمې يوه اوسېدونکي حاجي تاج محمد وويل، چې ده ٢٠ دقيقې پلى مزل کړى او اوه بجې د رايو اچونې مرکز ته راغلى خو تر اوسه مرکز نه دى پرانيستل شوى.

په همدې ډول د کابل په سروبي ولسوالۍ د روغتون او لومړني ښوونځي د رايې ورکولو په محلونو کې هم تر اوسه ( ٧:٤٥) رايه اچونه نه ده پيل شوې او شاوخوا شل تنه په دغه مرکز په باراني هوا کې ولاړ دي تر څو رايه ورکول پيل شي او رايه ورکړي.

په ياد روغتون کې د رايې ورکولو د محل مشرې عاطفې پژواک ته وويل، چې دوى په شپږ نيمو بجو راغلي خو تر اوسه ځکه کار نه دى پيل شوى چې تخنيکي چارې يې نه دې تنظيم شوې.

 هغه وايي چې اړين توکي شته او هڅې روانې دي چې ژر کار پيل شي.

د دايکنډي ولايت په مرکز نيلي ښار کې د رايې ورکولو په دريو مرکزونو کې تر اوسه (٧:٣٠) هم په داسې حال کې رايې ورکول نه دي پيل شوي چې لسګونه تنه د رايې ورکولو په تمه په ليکو کې ولاړ دي.

د بغلان ولايت د بغلان مرکزي ولسوالۍ د خواجه خان بابا د باغ سبز د رايو د نارينه وو په مرکز کې صندوقونه نشته خو د ښځو د رايو ورکولو په محل کې صندوقونه شته.

د لوګر ولايت په دريو ولسواليو کې د رايې ورکولو ٨ مرکزونو ته ټاکنيز توکي او مامورين نه دي رسېدلي.

د ياد ولايت امنيه قوماندان وويل، چې د امنيتي ننګونو له امله په څرخ، بره کي برک او خوښۍ ولسواليو کې د رايې ورکونې ٨ مرکزونو ته ټاکنيز توکي نه دي انتقال کړي.

د امنيه قوماندان په وينا، چې له دې وروسته نه شي کولاى دغو سايټونو ته توکي انتقال کړي.

په لوګر ولايت کې ټول ٨٣ د رايې ورکونې مرکزونه شته، چې ٦ يې پخوا د امنيتي ننګونو له امله تړلي اعلان شوي وو.

د بدخشان ولايت په مرکز فيض اباد کې د اتفاق جومات د رايې ورکولو په مرکز کې هم تر اوسه نږدې اته بجې رايه اچونه نه ده پيل شوې.

دا په داسې حال کې ده چې لسګونه تنه په دغه مرکز کې په باراني هوا کې په ليکو کې ولاړ دي تر څو رايه ورکړي.

په سمنګانو کې هم تر اوسه اته بجې او ١٥ دقيقې دوه مرکزونه نه دي پرانستل شوي.

په سمنګانو کې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دفتر مشر احمدشاه واحدي وايي، چې د سمنگانو ولایت د دره صوف پايين ولسوالۍ د گولی حصار په سيمه کې يو مرکز له دې امله تر اوسه نه دى پرانستل شوى ، چې د سيمې يو قوم يو ځاى او بل قوم په بل ځاى کې د مرکز د فعال کولو غوښتنه کوي.

دى وايي، هڅې روانې دي چې دغه مرکز هم د سيمې د مخورو په منځګړيتوب پرانستل شي.

دغه راز د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دې ولسوالۍ په خانه سنګي سيمه کې د رايې ورکولو مرکز ته رنګ نه و استول شوى ،خو هڅې روانې دي چې ژر دې مرکز ته رنګ واستوي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.