ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې پر ترافيکو بنديز دی

په کابل ښار کې پر ترافيکو بنديز دی

author avatar
5 Apr 2014 - 06:56
په کابل ښار کې پر ترافيکو بنديز دی
author avatar
5 Apr 2014 - 06:56

کابل (پژواک، ۱۶ورى ۹۳): په کابل ښار کې دا مهال باران ورېږي او د کابل سړکونه د ترافيک پر مخ تړل شوي دي.

د پژواک خبري اژانس موټرو ته د کابل له ډېريو واټونو څخه د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي، چې له همدې امله د اژانس خبرې ډلې په ډېرو ستونزو سهار مهال شپږ بجې ځانونه خپل مرکزي دفتر ته راورسول.

دا د کابل ښار د پروان ۲ د څلورلارې د سهار د شپږو بجو انځور دی؛ ټوله جاده خالي ښکاري، د موټرو او خلکو تګ راتګ نشته او سړک او څلور لارې د باران له اوبو ډکې دي.

د ترافيک په څلور لارې کې يوه پوليس پژواک ته وويل، چې د ښار مرکزي ساحې ته موتړو ته د تګ اجازه نه ورکوي، خو هغه موټر چې له مرکزي برخې څخه بهر ځي، ورته اجازه ورکوي.

دا په داسې حال حال چې ټاکل شوې، نن سهار اووه بجې په ټاکنو کې د ګډون په موخه له خپلو کورونو راووځي او د رايو ورکولو مرکزونو ته ولاړ شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.