ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پژواک: اشرف غني او عبدالله په غير رسمي پايلو کې مخکښ دي

پژواک: اشرف غني او عبدالله په غير رسمي پايلو کې مخکښ دي

author avatar
5 Apr 2014 - 23:55
پژواک: اشرف غني او عبدالله په غير رسمي پايلو کې مخکښ دي
author avatar
5 Apr 2014 - 23:55

کابل (پژواک ١٦ ورى ٩٣): د ټاکنو د غير رسمي پايلو په اړه د پژواک لاسته راوړنې ښيي، چې کېداى شي د ټاکنو په لومړي دور کې يو کانديد هم پنځوس جمعه يو سلنه رايه پوره نه کړي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د وري په ١٦مه د سهار اوه بجې په ټول هېواد کې پيل او د مازديګر  پنځه بجې پاى شوه او وروسته يې د شمېرنې پروسه پيل شوه.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رايو ورکونې پروسې په پاى کې اعلان وکړ، چې د اټکل له مخې په ټول هېواد کې شاوخوا اوه ميليونه کسانو خپلې رايې کارولې دي.

په پلازمېنه کابل او ولايتونو کې د پژواک خبري اژانس ٦٥ خبريالانو د شپې تر ١١بجو پورې د يو شمېر محلونو او مرکزونو غير رسمي پايلې ترلاسه کړې دي.

پژواک له ځينو ولايتونو له يوه څخه تر دريو مرکزونو او په ځينو ولايتونو کې له دريو څخه تر لسو محلونو پورې د رايو پايلې او د دغو پايلو اسناد ترلاسه کړي دي.

په يادو محلونو او مرکزونو کې ١٣٣٩٨٤ رايې ترلاسه شوې دي.

د ترلاسه شوو پايلو له مخې د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي له يادو رايو څخه ٤٢،١٠ سلنه، ډاکټر عبدالله عبدالله ٤٠،٧٤ سلنه، ډاکټر زلمي رسول ٧،٦٦ سلنه، استاد عبدرب الرسول سياف ٦،١٦ سلنه، انجنير قطب الدين هلال ١.٧٣ سلنه، محمد شفيق ګل اغا شېرزي ١،١٣ سلنه، داوود سلطانزوى ٠،٣٠ او هدايت امين ارسلا ٠،١٨ سلنه رايې ترلاسه کړې دي.

له پورته سلنو څخه څرګندېږي، چې يوه کانديد هم پنځوس جمع يو سلنه رايې نه دې ترلاسه کړې او اټکل کېږي چې ټاکنې دويم دور ته ولاړې شي.

پژواک اژانس په دې ونه توانېد چې د پنجشېر، بادغيس، هرات او نورستان ولايتونو له مرکزونو څخه پايلې ترلاسه کړي.

پژواک هڅه کړې، چې د کابل ښار له بېلابېلو برخو او د دغه ولايت د څلورو خواوو له ولسواليو څخه د مرکزونو لومړنۍ پايلې ترلاسه کړي.

دا پايلې او د سلنو کچه وروستۍ نه ده، کېداى شي د ټاکنو د خپلواک کمېسيون له خوا تر رسمي اعلان وروسته په دغو پايلو کې بدلون راشي.

د پايلو جدول د کتلو لپاره دلته کلېک وکړئ.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.