ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې د رايه ورکونې يوه مرکز ته ناظرين نه دي پرېښودل شوي

کابل کې د رايه ورکونې يوه مرکز ته ناظرين نه دي پرېښودل شوي

author avatar
5 Apr 2014 - 22:39
کابل کې د رايه ورکونې يوه مرکز ته ناظرين نه دي پرېښودل شوي
author avatar
5 Apr 2014 - 22:39

 

کابل (پژواک١٦ ورى ٩٣): د کابل په پل چرخي سيمه کې د ملاتره خېل په مدرسه  کې راى ورکونې مرکز ته څارونکي نه پرېښودل کېدل او د پژواک خبريال ته هم اجازه نه ده ورکړل شوې ، چې په دې مرکز کې عکس واخلي او يا هم له چا سره خبرې وکړي.

د رايې ورکونې په دې مرکز کې د ښځو او نارينه رايه ورکوونکو لپاره پنځه محلونه په پام کې نيول شوي، چې په سيمه کې د پژواک خبريال د راپور له مخې په شاوخوا درېيو نيمو بجو کې راى پاڼې پکې ختمې شوې دي.

زموږ خبريال وايي ، چې د رايه ورکونې ددې مرکز کارکوونکي داسې ښکارېدل لکه چې د همدې جومات پورې اړوند کسان وي.

د پژواک خبريال وايي، چې په سيمه کې يې د شتون پرمهال د خلکو ترمنځ داسې خبرې اورېدلې چې ګواکې د رايو صندوقونه پرته له دې چې څوک رايه ورکړي، له رايو ډک شوي وو.

دى وايي ، چې ورته د صندوقونو د کتلو اجازه ورنکړل شوه، چې يوې خوا ته وړل شوي وو.

 د سيمې يوه اوسېدونکي حمیدالله، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ چې دې سيمې ته د رايو صندوقونه او راى پاڼې ورسېدې، د ملاتره خېل د وسله والو او الله ګل مجاهد د وسله والو کسانو ترمنځ لفظي شخړه هم رامنځته شوه.

دده په خبره، دواړو لورو د صندوقونو د وړلو پر سر يو بل ته د ټوپک شپېلۍ واړولې، خو جګړه ونشوه او وروسته سره خبرو ته کېناستل او تر نيم ساعت خبرو وروسته يې د رايو د صندوقونو پر سر په خپلو کې توافق وکړ، خو ده يې په اړه کره معلومات نه درلودل.

هغه دا خبره د امنيت د منسوبينو په حواله وکړه، چې له ده سره د شپې مېلمانه وو.

حمیدالله وايي چې څو ورځې وړاندې ملاتره خېل خپل ورور، شهاب الدين په ٢١ حوزه کې د ترورېزم آمر ټاکلى او د رايې ورکونې  د مرکز لپاره ټاکل شوي پوليس د دوى خپل کسان وو.

دى همداراز دننه په مرکز کې هم د ګډوډۍ خبره کوي او وايي، چې د شته وسله والو پر مټ د تره خېل کسانو هر يوه ان تر شلو رايو هم ورکړي دي.

دى وايي چې په سيمه کې د رايې ورکونې دوه مرکزونه وو، چې يوه يې د ملاتره خېل په مدرسه او بله د ميرولي په جومات کې وو، چې هغه هم د ملاتره خېل له پلوي کسانو دى.

د نوموړې په وينا، د ملاتره خېل دوه ملاتړي، ميرولي او ملا محمد عمر دواړه د ولايتي شورا کانديدان دي او دواړو په دې بهانه، چې ښځې نشي کولى جومات ته راشي، د رايو صندوقونه خپل کور ته وړي وو.

ده زياته کړه: “يوه کس به چې پنځوس شپېته رايې ورکړې، ګوته به يې په رنګ هم وه، خو بيا به هم د کمېسيون والا چې به ورته وويلې، چې څه کوې وه ځوانيمرګه تا خو شل دېرش رايې ورکړې، ده به ورته ويل چې خوله مه خوځوه، چې خوله دې درباندې ماتوم.”

هغه همداراز وویل ، چې په دې سيمه کې د رايه ورکونې په شرايطو د ټولو برابرو کسانو شمېر له زرو کسانو نه ډېرېږي، خو شاوخوا ٢ بجې پکې ٣٠٠ راى پاڼې خلاصې شوې وې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې ټول ټال د کورونو شمېر شاوخوا ٩٠ ته رسېږي.

ده زياته کړه: “دغه کسان چې له کميسيون څخه هم په اصطلاح دلته راغلي دي او (د دې درغليو) بازخواست نه کوي، علت دا ده، چې په اصطلاح هلته دوى خپل کسان ګومارلي دي.”

همداراز په سيمه کې د فريد په نامه د ولايتي شورا د يوه کانديد رحيم الله مجاهد څارونکي پژواک خبري اژانس ته وويل چې، سهار ٧:٣٠ دقيقو چې کله د ملاتره خېل د مدرسې ته ، چې د رايې اچونې مرکز دى، ورغى، خو امنيتي مسوولينو ورته د داخلېدو اجازه ورنکړه.

فريد زياتوي دا چې ده ته د اجازه ورنکړل شوه، په دې مرکز کې د درغلۍ ګومان يې پر يقين بدل کړ.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.