کابل (پژواک١٦ورى٩٣): ولسمشر حامد کرزي او د هغه لومړي مرستيال محمد يونس قانوني د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لپاره خپله رايه وکاروله.
په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې نن سهار په اوو بجو پيل شوې.
افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه مرستيال محمد يونس قانوني نن د کابل ښار په اماني ليسه کې په شاوخوا اته بجو خپله رايه وکاروله .
کرزي له راى ورکولو وروسته له ټولو خلکو غوښتنه وکړه ، چې د ټاکنو په ملي پروسه کې ونډه واخلي او د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړي .
هغه ټينګار وکړه ، چې هېوادوال بايد د امنيتي ګواښونو او بارانونو با وجود راشي او په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د ولسمشر لومړي مرستيال محمد يونس قانوني هم وويل ،چې دغه ورځ د افغانستان د خلکو لپاره يوه تاريخي ورځ ده او ټول بايد په ټاکنو کې ګډون وکړي او د خپل هيواد راتلونکي برخليک د خپلې راې په وسيله وټاکي.
دغه راز د ملي دفاع وزير بسم الله محمدي د راى ورکولو په همدې مرکز کې رايه وکاروله او ويې ويل ،چې افغان امنيتي ځواکونو د هيواد په بيلابيلو برخو کې کلک امنيتي تدابير نيولي ترڅو هيوادوال وکولاى شي په ډاډ منه فضا کې خپله رايه وکاروي .
هغه زياته کړه : ((زه خلکو ته اطمنان ورکوم،چې زموږ امنيتي او دفاعي ځواکونو کلک امنيتي تدابير نيولي دي.))
ډاکتر اشرف غني احمدزى، ډاکترعبدالله عبدالله، زلمى رسول ،قطب الدين هلال ، عبدرب الرسول سياف، هدايت امين ارسلا ، محمد شفيق ګل اغا شيرزى او داود سلطانزوى د ولسمشرۍ کانديدان دي او د ولايتي شوراګانو لپاره شاخوا ٢٦٠٠ تنو ځانونه کانديد کړي دي .
په هيواد کې شاوخوا ٢١ ميليونه د رايې ورکولو کارتونه وېشل شوي دي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن