کابل ( پژواک ١٧ ورى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د رايو شمېرنه په ډېرى ولايتونو کې بشپړه شوې او د ١٥ ولايتونو د ټاکنو حساس توکي د ولايتونو مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې تېره ورځ تر سره شوې .
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشا مشر ضياءالحق امرخېل نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې د رايو ورکولو په ځينو مرکزونو کې د تخنيکي او امنيتي ستونزو له امله رايه شمېرنه ، نه ده بشپړه شوې.
خو هغه په دې اړه نور جزييات ورنه کړل.
ده پر ته له دې، چې د ولايت نوم ياد کړي ، وويل چې په ١٥ ولايتونو کې د ټاکنو حساس توکي د رايو له مرکزونو د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفتر ته لېږدول شوي او د کابل د ولسواليو او درېيو نورو ولايتونو نن کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون دفتر لېږدول کيږي .
امرخېل وايي، چې د پاتې نورو ولايتونو د ټاکنو حساس توکي به هم په راتلونکو ورځو کې د ولايت مرکزونو او بيا کابل ته ولېږدول شي.
هغه وويل، چې سر له سبا به د ټاکنو د پايلو په معلومولو کار پيل شي او په پام کې ده، چې لومړى د ټاکنو قسمي ، بيا لومړنۍ او بيا وروستۍ پايلې اعلان شي.
ده ونه ويل ، چې قسمې پايلې به کله اعلان شي، خو ټاکل شوې،چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو لومړنۍ پايلې د غويي په ٤مه او وروستۍ پايلې يې د غويي په ٢٤ مه اعلان شي .
اميرخېل وايي ، چې ټاکنې په ښه توګه تر سره شوې او د رايو په کومو مرکزونو کې ، چې د رايې پاڼې خلاصې شوې وې ، هلته هم راى پاڼې ورسول شوې او د کابل د ١١مې ، ١٣ مې او ١٧ مې ناحيې او باميانو د ځينو مرکزونو په ګډون په ځينو سيمو کې د شپې تر اته نيمو بجو رايې وکارول شوې .
ده د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، چې د ټاکنو په ځينو مرکزونو کې د درغليو راپورونه تر لاسه شوي دي.
هغه زياته کړه ، چې تېره ورځ د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د رايې ورکولو ٢٥١ مرکزونه وتړل شول ، چې د ځينې لامل يې امنيتي ستونزې وې، خو د ځينو لامل يې د درغليو شتون و او ځکه وتړل شول ، چې په ټاکنو کې د درغليو مخه نيول شوې وي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايى ،چې په ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو نږدې ١٣٠٠ شکايتونه په رسمي ډول ثبت شوي دي .
د ټاکنو کمېسيون د معلومات له مخې، چې په ټول هېواد کې د ١٣ ميليون تنو لپاره تيارى نيول شوى و ، خو په ټاکنو کې تر ٧:٥ ميليون تنو برخه واخيسته .
اشرف غني احمدزى، عبدالله عبدالله، زلمى رسول ،قطب الدين هلال ، عبدرب الرسول سياف، هدايت امين ارسلا ، محمد شفيق ګل اغا شيرزى او داود سلطانزوى د ولسمشرۍ کانديدان دي او د ولايتي شوراګانو لپاره شاخوا ٢٦٠٠ تنو ځانونه کانديد کړي دي .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن