ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پروان کې سېلاب يو شمېر خلک زيانمن کړي

پروان کې سېلاب يو شمېر خلک زيانمن کړي

author avatar
6 Apr 2014 - 12:23
پروان کې سېلاب يو شمېر خلک زيانمن کړي
author avatar
6 Apr 2014 - 12:23

چاريکار (پژواک ١٧ ورى ٩٣): تېره شپه سېلاب د پروان د مرکز اړوند د مسعود ښارګوټي ته څېرمه سيمه کې ٢٥ کورونه سخت زيانمن کړي او کورنۍ يې نورو سيمو ته کډه شوې دي.

نن لسګونه تنه په ياده سيمه کې راټول شوي وو او شکايت يې کاوه، چې کورونه يې تېره شپه د باران له امله راوتلو اوبو ځکه زيانمن کړي چې د ياد ښارګوټي اوبه د دوى پر کورونو ور سمې شوې دي.

له يادو کسانو سيداقا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې سيمې ٢٥کورنۍ تېره شپه د چاريکارو ښار او نورو سيمو ته کډه شوې او کورونه يې اوبو سخت زيانمن کړي دي.

هغه وويل، چې په دې پېښه کې ځاني زيان نه دى اوښتى او خلکو يې د کورونو وسايل هم لېږدولي دي.

دى وايي، چې دوى د ياد ښارګوټي تر جوړېدو مخکې په دې سيمه کې کورونه جوړ کړي او ښارګوټى داسې جوړ شوى چې اوبه يې د دوى پر کورونو ورځي.

يادو کسانو له دولت څخه غوښتنه وکړه چې مرسته ورسره وکړي او د ښارګوټي اوبه دې د دوى له کورونو څخه وګرځوي.

هغوى وايي، چې که د ښارګوټي اوبه نه ګرځوي نو بيا دې د دې سيمې خلکو ته بل ځاى کورونه ورکړي.

د پروان والي عبدالبصير سالنګي وايي، چې يادو کسانو په ناقانونه توګه په ياده سيمه کې کورونه جوړ کړي او ياد شوى دولتي ښارګوټى د ښاري پلان له مخې جوړ شوى دى.

د ده په وينا، ياد کورونه د سختو بارانونو اوبو زيانمن کړي او دى هڅې کوي چې له زيانمن شوو سره اړينې مرستې وشي او په راتلونکي کې پر دغو کورونو د اوبو د ورتګ مخه ونيول شي.

د پروان د پېښو پر وړاندې د تياريو چارو مشر محمدامين صديقي وايي چې سيمې ته پلاوى تللى او له زيانمن شوو سره به اړينې مرستې وشي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.