ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عثماني: امنيتي سند ښايي د واک تر لېږد وړاندې لاسليک شي

عثماني: امنيتي سند ښايي د واک تر لېږد وړاندې لاسليک شي

author avatar
7 Apr 2014 - 17:39
عثماني: امنيتي سند ښايي د واک تر لېږد وړاندې لاسليک شي
author avatar
7 Apr 2014 - 17:39

کابل(پژوک، ١٨ ورى ٩٣):د هېواد د بهرنيو چارو وزير وايي، زيات امکان لري، چې د کابل- واشنګټن امنيتي تړون د هېواد نوي ولسمشر ته د سياسي واک تر لېږد مخکې لاسليک شي.

د بهرنيو چارو وزير ضرار احمد مقبل عثماني ، چې نن يې له خپل سويډني سيال کارل بلدټ (Carl Bildt) سره په کابل کې ګډې خبري غونډې خبرې کولې، وويل:(( د وري مياشتې د ١٦مې نېټې د ټاکنو تر سره کېدل د امنيتي تړون د لاسليک له شرطونو څخه وو، چې له نېکمرغه د افغانستان خلکو دا پروسه په ښه ډول سر ته ورسوله .))

خو هغه څرګنده کړه، چې که دا سند د سياسي واک تر سپارلو وړاندې لاسليک نه شي، نو د افغانستان راتلونکى ولسمشر به يې لاسليک کړي، ځکه چې د ولسمشرۍ  کانديدانو ژمنه کړې، چې د بريا په صورت کې دا تړون لاسليکوي.

 د امنيتي تړون په اړه د افغان او امريکايي چارواکو بحثونه له تېر نږدې يوه کال راهيسې دوام لري.

 مشورتي لويه جرګه  تېر کال د لړم مياشتې په ٣٠ مه نېټه په کابل کې جوړه شوه، چې له ٢٥٠٠ زياتو کسانو په کې ګډون کړى و او له  ځينو وړانديزونو سره يې له ولسمشر کرزي وغوښتل، چې ياد تړون لاسليک کړي.

خو ولسمشر کرزي د لويې جرګې په پاى کې د رڼو ټاکنو تر سره کېدل، د وسله والو مخالفينو سره د سولې د عملي خبرو پيل او د افغانانو پر کورونو د نړيوالو ځواکونو د عملياتو بندېدل د تړون د لاسليک لپاره د خپلو شرطونو په توګه وړاندې کړل.

 عثماني په خپله نننۍ خبري غونډه کې هيله څرګنده کړه، څو ددې تړون نور شرطونه هم تر سره شي او دا تړون په مناسب وخت کې لاسليک شي، ځکه چې له امريکا سره د امنيتي تړون در لودل د افغانستان د خلکو غوښتنه ده.

 نوموړي په دې خبري ناسته کې همدارنګه وويل ، چې د افغانستان او ايران تر منځ هم د د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاريو پر هوکړه ليک خبرې روانې دي.

د بهرنيو چارو وزير له امنيتي ځواکونو او رسنيو څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې امنيتي ځواکونه وتوانېدل، چې د ټاکنو امنيت خوندي کړي او رسنيو هم په ښه ډول ټاکنيزه پروسه تر پوښښ لاندې راوستې وه.

هغه زياته کړه، چې د افغانستان خلکو قوم ته نه ، بلکې پروګرام ته رايه ورکړې او کانديدانو د هېواد  له بېلابېلو برخو څخه رايې تر لاسه کړې دي.

عثماني وويل، د سويډن د بهرنيو چارو وزير سره يې له ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره ددې هېواد په همکاريو خبرې کړې دي.

 هغه زياته کړه، چې سويډن هر کال له افغانستان سره د بيا رغونې او اقتصادي ودې په برخه کې   سل ميليونه امريکايي ډالر مرسته کوي.

د سويډن د بهرنيو چارو وزير کارل بيلدټ په برياليتوب سره د وري مياشتې د ١٦ مې نېټې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو تر سره کول د افغانانو لپاره يوه بريا وبلله او ويې ويل، چې دا کار په افغانستان کې د ديمو کراسۍ پر بهير مثبت تاثير لري.

نوموړي له افغانستان سره د خپل هېواد پر دوامداره همکارۍ ټينګار وکړ او وويل:(( موږ له ٢٠١٤ کال وروسته هم له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته ژمن يو.))

نوموړي زياته کړه، چې هېواد يې له افغانستان سره د امنيتي ځواکونو د روزنې، اقتصاد، خصوصي سکتور او روغتيا په برخو کې مرسته کړې او کوي يې.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.