ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“هېڅ نوماند به په تقلب سره بريالى نه شي”

“هېڅ نوماند به په تقلب سره بريالى نه شي”

author avatar
7 Apr 2014 - 17:35
“هېڅ نوماند به په تقلب سره بريالى نه شي”
author avatar
7 Apr 2014 - 17:35

کابل (پژواک ١٨ ورى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د ولسمشرۍ نوماندانو ته د ټاکنيزو شکايتونو د څېړنې ډاډ ورکړ، خو ګواښ يې وکړ چې هېڅ نوماند ته به اجازه ورنه کړي چې په تقلب سره بريالى شي.

د شکايتونو کمېسيون نن په کابل کې د ولسمشرۍ د نوماندانو له مرستيالانو سره ناسته درلوده او مرستيالو نوماندانو خپل شکايتونه له کمېسيون سره شريک کړل.

د راى پاڼو کمښت، تر ټاکنو وړاندې او وروسته د رايو د صندوقونو ډګېدل، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ځينو څارونکو اړخ نيونه، د دولتي چارواکو لاسوهنه او د چوپتيا په دوره کې د ځينو نوماندانو له خوا کمپاين هغه شکايتونه وو، چې د ولسمشرۍ د نوماندانو د مرستيالانو له خوا وړاندې شول.

 په دې ناسته کې د ډاکټرعبدالله، زلمي رسول، ګل اغا شېرزي او قطب الدين هلال مرستيالانو ګډون کړى و او د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون څخه يې وغوښتل، څو هغه کسان چې په ټاکنيزه پروسه کې يې لاسوهنه کړې او د يوه ځانګړي نوماند په ګټه يې کار کړى، عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

 د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون رييس عبدالستار سعادت وويل، چې خپله پرېکړه به د ټولو اسنادو په ځانګړي ډول د دغو شکايتونو له څېړلو وروسته د رسنيو، د نوماندانو د استازو او څارونکو په شتون کې اعلان کړي.

 نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا تقلب شوى او که نه؟ وويل چې په ټاکنو کې د تقلب په اړه شکايتونه شوي دي، خو کمېسيون تر اوسه پورې خپلې څېړنې په ځانګړي ډول د دغو اسنادو په برخه کې نه دې کړې.

سعادت زياته کړه، د خلکو پراخ ګډون ته په پام سره په اوسنيو ټاکنو کې د تېرو په پرتله تقلب احتمالاً کم و او هيله ده، چې د تقلب کچه به هغه اندازه نه وي، چې د ټاکنو مشروعيت تر پوښتنې لاندې راولي او که چېرې داسې کوم تقلب شوى وي، نو کمېسيون جدي دى او هغه به وڅېړي.

نوموړي د يو شمېر هغو دولتي چارواکو په نه لرې کېدو هم نيوکه وکړه، چې په ټاکنيزو کمپاينونو کې يې ګډون کړى و.

هغه له ولسمشر غوښتنه وکړه، چې خپل تاريخي مسووليت ته پام وکړي، هېڅ ډول شک پيدا نه کړي، دا د ولسمشر لپاره يو ښه فرصت دى، چې د لومړي ځل لپاره واک په سوله ييز ډول او روڼتيا سره بل کس ته لېږدوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د شکايتونو کمېسيون د پکتيا د والي او وياند او همدارنګه د کندهار د امنيه قوماندان موضوع، چې په ټاکنو کې يې د يوه ځانګړي نوماند په ګټه د کار کولو له امله د ټاکنو خپلواک کمېسيون ته راجع کړه، څو له ولسمشر څخه په دې برخه کې د اقدام غوښتنه وکړي.

د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون کمېشنر عزيز اريافر هم وويل: ((موږ ژمنه کوو، چې غير واقعي رايه هغه که په هره کچه وي، نه شمېرو، زموږ هيله دا ده، چې کمېسيون ته هر شوى شکايت مستند وي.))

هغه زياته کړه، هېچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د تقلب او لاسوهنو په پر بنسټ ولسمشرۍ رياست او ولايتي شوراګانو ته لار ومومي.

دوغان زياته کړه: ((هر کس چې تقلب کړى، دا خيانت يې له يوه کس سره نه، بلکې د هېواد له ټولو خلکو کړى دى او غواړي، چې ټاکنې نامشروع لوري ته سوق کړي، خو خپل دغه ارمان به له ځان سره ګور ته يوسي.))

د شکايتونو کمېسيون د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دوو زرو زيات ټيلېفوني او ليکلي شکايتونه د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو نوماندانو او د کمېسيون له کارکوونکو څخه د تقلب او سرغړونو په برخو کې ثبت شوي دي.

کمېسيون له نوماندانو اوخلکو څخه وغوښتل، چې خپل شکايتونه د نن شپې تر ١٢ بجو پورې، چې وروستۍ مهلت دى، ثبت کړي او له دې پرته به هېڅ شکايت درج نه شي.

نننۍ ناستې ته د ولسمشرۍ د کانديدانو مرستيالانو غوښتل شوي وو، خو د يوه نوماند استاد سياف استازي جمال الدين بدر ته په ناسته کې د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

بدر دغه کار ټاکنيزه سرغړونه وبلله او کمېسيون يې د حکومت پلوى وباله او ويې ويل: ((زموږ مرستيالانو کولى شواى، چې په دې ناسته کې ګډون وکړي، خو له کمېسيون سره همغږي شوې وه، چې د استاد سياف د ټاکنيز ټېم په استازولۍ به زه ګډون کوم، خو اجازه را نه کړل شوه.))

خو د شکايتونو کمېسيون ټينګار کوي، چې دې ناستې ته يواځې د ولسمشرۍ د نوماندانو مرستيالان را غوښتل شوي وو، چې له همدې امله د سياف استازي ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.