ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې ۱۶۵زرو کسانو رايه نه ده ورکړې

author avatar
8 Apr 2014 - 18:11
author avatar
8 Apr 2014 - 18:11

تالقان (پژواک ١٩ ورى ٩٣): د تخار د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي، چې د پنځه سوو زرو د رايې ورکولو د کارت لرونکو کسانو له ډلې ۳۳۴۸۷۱ تنو په ټاکنو کې ګډون کړی او خپلې رايې يې کارولې دي.

د ياد ولايت د ټاکنو کمېسيون مشر روح الله موسوي پژواک خبري اژانس ته وويل، له دې ډلې څخه ۱۶۵زرو کسانو د بېلابېلو دلايلو له امله رايې نه دي ورکړي.

هغه په تخار کې د ټاکنو پر ورځ په ټاکنيزو مرکزونو کې د راى پاڼو خلاصېدل نه مني او زياتوي: “يا درغلي په کې شوې او يا هم غلط راپورونه خپاره شوي دي؛ په يوه مرکز کې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ټاکنو لپاره ۱۲ سوه رای پاڼې وې، د وخت له نظره يو رايه ورکوونکی بايد په يوه دقيقه کې خپله رايه وکاروي، کله چې ۱۱ بجې رای پاڼې خلاصېږي، نو دا رای پاڼې څه شوې؟)”

د نوموړي په خبره، په دې ټاکنو کې د ښځو ونډه هم پراخه وه، چې په وينا يې ۱۳۸۱۷۰ ښځو په کې ګډون کړی وو.

هغه وايي، تر دې دمه له لسو ولسواليو څخه د رای پاڼو صندوقونه او حساس مواد را رسېدلي او له نورو ولسواليو څخه د رای پاڼو د لېږدولو چارې روانې دي.

د تخار د ټاکنو کمېسيون مشر، که څه هم د رای پاڼو د لېږدولو په اړه اندېښمن دی، خو زياتوي چې امنيتي چارواکو ورسره ژمنه کړې، چې امنيت به يې ساتي.

په ورته وخت کې د درقد يو اوسېدونکی محمد کبير هوتک وايي، چې د دې ولسوالۍ په مرکزي لېسه کې، چې يو ټاکنيز سايټ و، د دوی په سلګونو کليوالو خپلې رايې ونه کارولې.

هغه زياتوي، “په لومړي سر کې خلکو فکر کاوه چې ناامنۍ به رامنځته شي، خو چې ډاډمن شول کراري ده، کله چې سايټ ته لاړل، رای پاڼې خلاصې شوې وې. تر مازيګره منتظر پاتې شول، رای پاڼې ونه رسېدلې، په سلګونو کسان بېرته خپلو کورونو ته راستانه شول.”

په همدې مهال په تالقانو کې يو سيمه ييز خبريال حسيب الله کريمي وايي، که څه هم په دغه ولايت کې ډېرو کسانو ته رای پاڼې پاتې نه شوې او ډېر شمېر کسان ناهيلي شول؛ خو په وينا يې په ټاکنو کې رامنځته شوې ستونزې دومره نه دي چې د ټاکنو مشروعت ته زيان ورسوي.

هغه وايي، دا د افغان حکومت او د افغانانو لويه لاسته راوړنه ده، چې ټاکنې په ډاډمنه امنيتي فضا کې تر سره شوې.

نوموړى وايي: “زه اوس ډاډ من يم، له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته افغان امنيتي ځواکونه کولی شي چې د هېواد امنيت وساتي او افغانان کولی شي، چې ټاکنې تر سره کړي او ولسواک نظام ته وده ورکړي.”

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د شنبې په ورځ (د وري ١٦مه) ترسره شوې.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.