ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې امنيتي ځواکونه وستايل شول

تخار کې امنيتي ځواکونه وستايل شول

author avatar
9 Apr 2014 - 11:47
تخار کې امنيتي ځواکونه وستايل شول
author avatar
9 Apr 2014 - 11:47

تالقان (پژواک ٢٠ ورى ٩٣): د تخار امنيتي ځواکونه، د مدني ټولنو، د ښځو د حقونو د فعالانو، د خبريالانو د ټولنې او امنيې قوماندانۍ د رهبرۍ له لوري وستايل شول.

په همدې موخه د ياد ولايت د ښځو چارو په رياست کې جوړ شوې غوندې ته د ښځو چارو رييسې رزم اراحوش وويل، چې امنيتي ځواکونو په ټاکنو کې ډېر زيار وګاله او د مخالفينو ډېر پلانونه يې شنډ کړل.

هغه وايي، دا د دوى دنده ده، چې ملي امنيتي ځواکونه په ځانګړې توګه ښځينه پوليسې وستايي او د قدر وړ يې وبولي.

نوموړې وويل: ((تاسې يواځې نه ياست، د دغه هېواد شاعران، ليکوالان، خبريالان، پوهان او عادي وګړي ټول له تاسو سره دي، تاسو د دې خاورې پياوړي او رښتينې بچيان ياست، موږ له تاسو ملاتړ کوو، زه له ټولو غواړم چې له امنيتي ځواکونو سره په هره برخه کې مرسته وکړي.))

په تخار کې د خبريالانو د ټولنې مشر سيد ياسين دهزاد وويل، د تخار پوليس او امنيتي ځواکونه ټول په دغه ولايت کې د بيان د خپلواکۍ ملاتړي دي.

هغه زياته کړه، خبريالانو تل له پوليسو شکايت کړى خو دغه ځل ورته ګلان ورکوي او په ستاينليکونو يې تقديروي.

د تخار والي عبداللطيف ابراهيمي هم دغه اقدام ګټور وباله او زياته يې کړه، چې په دې سره د امنيتي ځواکونو روحيه لا پسې غښتلې کېږي.

والي وويل، په دې پړاو ټاکنو کې ملي امنيتي ځواکونو په ځانګړې توګه، ښځينه پوليسو خپله مېړانه وښوده.

ابراهيمي وايي، هغو سيمو ته چې نارينه نه شواى تلاى، ښځينه پوليسې په مېړانې ولاړې او په ټاکنو کې يې د ګډوډيو مخنيوى وکړ.

هغه وايي: ((د ټاکنو په سهار سخت باران اورېده،زه چې هر سايټ ته لاړم نو ښځينه پوليس په سختو شرايطو کې خپله دنده ترسره کوله، زه ډېر خوشال شوم او پر امنيتي ځواکونو مې باور څو برابره زيات شو. ما چې د خلکو شوق وليد خداى شته چې له خوښيو ژړا راغله.))

د تخار امنيه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني وويل: ((د ټاکنو امنيت ساتل موږ ته په نړيواله کچه اعتبار را وباښه.

نوموړې وويل، چې پوليسو له ټاکنو مخکې او د ټاکنو په ورځ ډېرې لاسته راوړنې درلودې، ماينونه يې شنډ کړل، مخالفين يې ونيول او د مخالفينو پلانونه يې شنډکړل.

قطغني وايي، اوس خلک او نړيوال پوهېږي چې له افغان امنيتي ځواکونو سره يې مرسته بې ځايه نه ده تللې.

په همدې مهال د تخار د امنيې قوماندانۍ يوه ساتنمنه نظيفه وايي، خوشاله ده چې نن د خلکو له لوري ستايل کېږي.

هغې وويل: ((نظامي ژوند راته ډېرې ګټې رسولې، خلک راته په ښه سترګه ګوري.))

د غونډې په پاى کې ټولو ګډونوالو امنيتي ځواکونو ته د ګلانو ګېډۍ ورکړې او اتلان يې وبلل.

د يادولو ده، تر دې مخکې د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې د ځايي خلکو او مدني ټولنو له لوري د ټاکنو د ښه امنيت له امله د ملي امنيتي ځواکونو ستاينه وشوه.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.