ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوست د پوهنې رياست ودانۍ جوړېږي

author avatar
9 Apr 2014 - 17:35
author avatar
9 Apr 2014 - 17:35

خوست (پژواک،٢٠ورى٩٣): د خوست د پوهنې رياست د اداري چارو لپاره د څلور پوړيزې ودانۍ چارې د دې ولايت د والي او يو نورو چارواکو له لوري د بنسټ ډبرې په اېښودو سره پيل شوې.

د خوست والي عبدالجبار نعيمي نن غرمه مهال د يادې ودانۍ د بنسټ ډبرې د اېښودو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دغې ودانۍ يوويشت ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

د ده په وينا، د دغې ودانۍ لګښت نړيوال بانک او د پوهنې همکاره موسسه ايکوېپ ورکوي او د جوړېدو چارې به يې په يو کال کې بشپړې شي.

نعيمي زياته کړه، چې د پوهنې رياست ادارې ته په کتو سره دغه اداره يوې لويې ودانۍ ته اړتيا لري، خو د يادې ودانۍ پر جوړېدو سره به يې تر ډېره بريده ستونزې هوارې شي.

نوموړي د دغې پروژې له ساختماني شرکت څخه هم وغوښتل، چې په کيفي پلوه د ودانۍ جوړښت ته جدي پاملرنه وکړي.

د خوست د پوهنې رييس انجنير بخت نور بختيار وايي پژواک ته وويل، چې ياده ودانۍ به درې دېرش اداري خونې او دغه راز نور ټول ملحقات ولري، چې ورته اړتيا ليدل کېږي.

نوموړي زياته کړه، تراوسه په اداري کمپلکس کې خپلواکه ودانۍ نه لري او خپلې اداري چارې د ولايتي  شورا په ودانۍ او دغه راز د ولايت مقام په يوه ودانۍ کې پرمخ وړي.

د خوست اداري کمپلکس د ښار لوېديځ لور ته په څلور کيلومترۍ کې جوړ شوی، چې تردې مهال په کې نږدې دېرش اداري ودانۍ جوړې شوې دي.

په دې وروستيو کې د والي د دفتر په ګډون زياتره دولتي ادارې له خوست ښار څخه ياد کمپلکس ته لېږدول شوي، خو بايد وويل شي، چې لا نورو ودانيو ته په کې هم اړتيا ليدل کېږي.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.