ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر د خروار خلک د دولت پاملرنه غواړي

د لوګر د خروار خلک د دولت پاملرنه غواړي

author avatar
9 Apr 2014 - 16:04
د لوګر د خروار خلک د دولت پاملرنه غواړي
author avatar
9 Apr 2014 - 16:04

ګردېز (پژواک ٢٠ ورى ٩٣): د لوګر ولايت د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي خو دولت ورته پاملرنه نه کوي.

خروار د لوګر په سوېل کې پرته ولسوالي ده، چې له څو کلونو راهيسې يې پل علم ته لاره بنده ده او خلک يې د ګردېز له ښاره خپلې اړتيا وې پوره کوي.

تېره ورځ د لوګر والي، امنيتي چارواکو، د سکتوري ادارو رييسانو او يو شمېر ژورنالېستانو دې ولسوالۍ کې د هوا له لارې سفر وکړ څو د دې ولسوالۍ ستونزې له نږدې وګوري او په اړه يې اقدام وکړي.

د خروار اوسېدونکي وايي، چې له کلونو کلونو راهيسې دولت يې روغتيايي، پوهنې، بيارغونې او نورو برخو ته پاملرنه نه ده کړې.

د خروار ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي نواز پژواک ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې ستونزې زياتې دي، په تېرو څو کلونو بيارغونه نه ده شوې، د پوهنې وضعيت په ډېره ټيټه کچه کې دى، مخابراتي شبکې فعاليت نه لري او دې ته ورته نورې ستونزې زياتې دي.

نوموړی وايي، د روغتيا په برخه کې ډېرې زياتې ستونزې لري او کله چې کوم ناروغ پيدا شي يا يې ګردېز ته وړي او يا هم د دارو درملو د نه شتون له امله مري.

حاجي نواز وايي، داسې وخت هم راغلی دی چې ډاکترانو صرف د يو غاښ د ښکلو لپاره له ناروغ څخه پنځه زره کلدارې اخيستې دي.

د دې ولسوالۍ يو بل قومي مشر توکل خان هم د ورته ستونزو يادونه کوي او وايي، چې د دې ولسوالۍ خلک داسې ژوند کوي لکه په يو زندان کې چې وي.

دی وايي، په تېرو لسو کلونو کې په خروار کې د ملي پيوستون له يو شمېر پروژو پرته چې هغه هم د ولسوالۍ شاوخوا سيمو کې پلې شوې، د بيارغونې هېڅ کارونه نه دي شوي.

نوموړی زياتوي، تر ټولو مهمه برخه د معارف ده، چې د ګوتو په شمېر ښوونځي لرو او د هغوی کيفيت داسې دی، چې په تېر کال کې له دې ولسوالۍ څخه يواځې يو کس پوهنتون ته بريالی شوی دی.

حاجي توکل وايي، دولت بايد لومړی د دوی د لارو د جوړېدو په برخه کې اقدام وکړي تر څو دوی له دې محاصرې څخه خلاص شي او په مستقيم ډول له خپل ولايت سره تګ راتګ پيل کړي او وروسته بيا هغه ستونزې، چې يادونه يې وشوه، د حل لاره ولټوي.

په خروار ولسوالۍ کې پر يادو ستونزو سربېره بله لويه ستونزه د ناامنۍ ده، چې خلک يې له ډول ډول ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې ولسوالۍ يو اوسېدونکی حبيب الرحمن وايي، په دې ولسوالۍ کې وسله وال په پراخه کچه دي، چې وخت ناوخت د بهرنيو او يا هم له افغان ځواکونو سره جګړه کوي، چې په دې وخت کې دوی د دې پېښو ښکار کېږي.

نوموړی وايي، کله چې کوم وخت جګړه وي او بيا پای ته ورسېږي نو د ملي اردو او يا هم د پوليسو سرتېري د دوی کورونو ته ننوځي، بنديانوي يې او دې ته ورته نورې ستونزې ورته پيدا کوي.

د لوګر والي نيازمحمد اميري د خلکو دغه ستونزې تر ډېره پر ځای بولي او وايي، په همدې موخه يې دې ولسوالۍ ته سفر کړی، چې له خلکو سره له نږدې وګوري.

نوموړی وايي، لومړۍ لويه ستونزه د دوی د ولسوالۍ د ودانۍ او د امنيتي ادارو د تاسيساتو د نشتوالي ده، چې دوی هڅه کوي په دې اړه اقدام وکړي.

نوموړی وايي، د خلکو ستونزې يې ټولې اورېدلې او څه وخت وروسته به يې د ولسمشر او له نورو اړوند ادارو سره شريکې کړي او خامخا به ورته د حل لاره لټوي.

اميري وايي، په تېرو څو کلونو کې د بيارغونې يو شمېر پروژې راغلې خو د امنيت د نه شتون له امله يې په سم ډول څارنه نه ده شوې او تر ډېره بې ځايه تللې دي.

د لوګر د ولايتي شورا مشر ډاکټر عبدالولي وکيل وايي، چې د خروار د خلکو د ګڼو ستونزو د حل په برخه کې ولايتي ادارې سم پام نه دی کړی او دوی دغه ستونزې په وار وار ټولو ادارو ته رسولې دي.

هغه وايي، که چېرې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې په دې ولسوالۍ کې د بيارغونې يو شمېر پروژې په سم ډول پلې شوې وای او دې ولسوالۍ ته پاملرنه شوې وای  نو نه به د وسله والو په خوندي مرکز بدليده او نه به يې هم خلک له ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.

وکيل زياتوي، که اوس هم دې ولسوالۍ ته پام ونه شي په راتلونکي که به ډېرې خرابې پايلې ولري خو اوسنۍ ادارې ورته په کلکه وعده ورکړې، چې يادې ستونزې به حلوي.

په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالرازق هم ستونزې مني، چې بايد د امنيت په برخه کې يې اقدام کړی وای.

دی وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونه کم دي او په نږدې راتلونکي کې به دغه ستونزې له خپلو مقاماتو سره شريکې کړي.

ياده دې وي، په لوګر کې يواځې خروار نه ده، چې خلک يې له دغو ستونزو سره مخ دي، بلکې دې ته ورته نورې ولسوالۍ لکه ازره او څرخ هم له دې ډول ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.