ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مدني ټولنې فدرېشن: ټاکنې دويم پړاو ته ځي

د مدني ټولنې فدرېشن: ټاکنې دويم پړاو ته ځي

author avatar
9 Apr 2014 - 17:46
د مدني ټولنې فدرېشن: ټاکنې دويم پړاو ته ځي
author avatar
9 Apr 2014 - 17:46

کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٣): د افغانستان د مدني ټولنو فدرېشن له دې باور سره، چې ټاکنې دويم پړاو ته ځي، له حکومت او ټولو کړيو وغوښتل، چې د ټاکنو د پايلو له مهندسۍ او مصلحتي ټيمونو له جوړولو دې لاس واخلي.

دا فدرېشن  ((FACS وايي، دا چې د ولسمشرۍ ټاکنو يو نوماند هم (١+٥٠) نه شي پوره کولى، نو د ټاکنو خپلواک کميسيون کارکوونکي بايد په خپل ټول بې پرې والي سره، د ټاکنو دويم دور ته د تلو چمتووالى ونيسي .

  د ياد فدرېشن مسوول صديق منصور انصاري په نننۍ خبري غونډه کې وويل، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او د ولايتي شوراګانو د وري مياشتې د ١٦مې نېټې ټاکنې د افغانانو او نړيوالې ټولنې سترې لاسته راوړنې دي، خو وايي چې دا ټاکنې بايد له هر ډول واک غوښتنې او ډراماتيکو نندارو څخه وژغورل شي.

هغه زياته کړه، چې درغلۍ او شکايتونه دې په کره ډول ارزيابي او همدارنګه سرغړوونکي او درغلي کوونکي دې د ملي خاينانو په توګه محاکمه شي.

انصاري هيله څرګنده کړه، چې ټولې دولتي او خصوصي  ادارې او ارګانونه ، چې د ټاکنو په ورځ له درغليو او سرغړونو سره مخ شوي، بايد ډېر ژر يې مسوولو مراجعو ته ولېږدوي، څو ورباندې غور او څېړنه وشي.

نوموړي د رايې ورکونې په مرکزونو کې د راى پاڼو خلاصېدل، له وړاندې طرحه شوې دسيسه وبلله او زياته يې کړه، دا موضوع د ټاکنو خپلواک کميسيون او امنيتي ادارو کمزوري څرګندوي، چې په پايله کې يې له ځينو نوماندانو سره معامله شوې او ځينې صندوقونه يې په ګټه ډک شوي دي، چې د ټاکنو کميسيون بايد په دې برخه کې ځواب ووايي.

د افغانستان د مدني بنسټونو فدرېشن مشر وويل: ((موږ د ټاکنو کميسيون او ولسمشر څخه غواړو، که ټاکنې د خرابۍ لور ته ځي او يا دويم دور ته غځول کېږي، خلک چمتو دي، چې د دويم ځل لپاره هم رايه ورکړي او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي.))

د افغانستان د ټاکنو قانون پر بنسټ، که چېرته د ولسمشرۍ هېڅ يو نوماند هم د ټاکنو په لومړي دور کې د ټولو رايو )١+٥٠( سلنه ترلاسه نه کړي، ټاکنې دويم دور ته ځي او دوه مخکښ نوماندان به په خپلو کې سيالي کوي.

د دې قانون له مخې، د ټاکنو دويم دور د غويي مياشتې په ٢٤مه نېټه د وروستيو پايلو له اعلان وروسته د دوو اونيو په ترڅ کې تر سره کېږي.

د افغانستان د مدني ټولنو د فدرېشن له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دا اداره د خپلو ترلاسه کړو معلوماتو پر بنسټ پر دې ټينګ باور لري، چې هېڅ نوماند په لومړي پړاو کې )١+٥٠( سلنه رايې نه شي پوره کولى.

په خبرپاڼه کې راغلي:((موږ پر ارګ او ټولو کړيو غږ کوو، چې د ټاکنو د پايلو له مهندسۍ او مصلحتي ټيمونو له جوړولو دې لاس په سر شي او هم پر ټاکنيزو کميسيونونو او ملي امنيتي ارګانونو غږ کوو، چې د خپل ملي او ناپېيلي هوډ په خوندي کولو سره دې د دويم دور ټاکنو لپاره په بشپړه توګه چمتو اوسي.))

د مدني ټولنې ځينو غړو هم، چې په دې ناسته کې يې ګډون کړى وو، په ټاکنو کې د درغليو او ټاکنيزو سرغړونو يادونه وکړه.

د مدني ټولنې غړي ډاکټر عنقا وويل، چې د ټاکنو کميسيون له خوا د هر محل لپاره ٦٠٠ راى پاڼې استول شوې وې، خو په ١٣ مه او ١٧مه ناحيه کې، چې د کابل خيرخانې کوتل سر او دشت برچي کې دي، راى پاڼې د غرمې تر ١١ بجو پورې خلاصې شوې.

هغه زياته کړه: ((کله چې په مرکزونو کې دا ډول سهل انګاري کېږي، نو له لرې پرتو ولسواليو دې څه تمه ولرو.))

د مدني ټولنې د دې غړي په وينا، خپله د څارونکو له خوا ويل کېږي، چې چاته رايه ورکړي او چا ته يې ورنه کړي.

ډاکټر عنقا وويل، چې تر اوسه له ٣٥ ولسواليو څخه صندوقونه نه دي رارسېدلي او وېره ده، چې د تېرو پارلماني ټاکنو په څېر، چې صندوقونه نه وو رسېدلي او کله چې ورسېدل، نو ټول د يوه نوماند په ګټه ډک شوي وو، اوس به هم همداسې شي.

 

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.