ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فيفا ١١زره ټاکنيزې درغلۍ ثبت کړې دي

فيفا ١١زره ټاکنيزې درغلۍ ثبت کړې دي

author avatar
9 Apr 2014 - 16:20
فيفا ١١زره ټاکنيزې درغلۍ ثبت کړې دي
author avatar
9 Apr 2014 - 16:20

کابل (پژواک ٢٠ ورى ٩٣): د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د څارنې راپور د رايې ورکونې صندوقونو د ډکولو، د ښځو پر ځاى د نارينه وو د رايې ورکونې او د کم عمر لرونکو کسانو د رايې ورکونې په ګډون د ټاکنيزو درغليو ١١ زره موارد ثبت کړي دي.

په دغه راپور کې، چې نن د افغانستان د عادلانه او ازادو ټاکنو د بنسټ (فيفا) له خوا خپور شو، راغلي، چې د دغه بنسټ ٩٥٠٠ ټاکنيز مشاهدينو په ټول هېواد کې د دغو درغليو څارنه کړې ده.

فيفا وايي، چې د ١١ مواردو له ډلې ٢٦٠٠ موارد داسې دي، چې د تېرو دريو ورځو په بهير کې د دوى تر زياتې څېړنه لاندې نيول شوي او د تاييد شوو مواردو په توګه ثبت شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، د ټاکنو عمومي وضعيت ښه و او د تېرو دورو په پرتله په کې د خلکو ګډون په ځانګړي ډول د ښځو شتون يواځې په ښارونو کې نه، بلکې په کليو کې هم پراخ و، خو درغلۍ، سرغړونې او ستونزې په دې پروسه کې روښانه وې، چې د اندېښنې وړ دي.

د “فيفا” رييس نادر نادري په نننۍ خبري غونډه کې وويل، چې د دوى د څارونکو د ليدنو پر بنسټ ١٤١ د رايو صندوقونه د ځينو نوماندانو د پلويانو له خوا ډک شوي او ٩٩٨ نور موارد بيا څرګندوي، چې تر قانوني عمر ښکته کسانو رايه ورکړې ده.

نادري زياته کړه، چې ٣٢٣ موارد بيا د رايې ورکونې نږدې محلونو د وسله والو مخالفينو د مستقيم ګواښ په برخه کې ثبت شوي او د رايې ورکونې ٤٣٧ نور محلونه بيا د امنيتي ګواښونو له امله تړل شوي وو.

فيفا همدارنګه د ښځو پر ځاى د نارينه وو رايه ورکونه، د رنګ بې کيفيتي، څارونکو ته اجازه نه ورکول، د رايې پاڼو کمښت، د رايې ورکونې مرکزونو ته نږدې د نوماندانو د پلويانو کمپاين او د رايې ورکونې د مرکزونو ناوخت پرانيستل او تر ټاکلي وخت وروسته بندېدل د نورو درغليو او سرغړونو په توګه ياد کړل.

د فيفا اجراييوي رييس جانداد سپين وويل، چې د رايې ورکونې له ٥٠٧ محلونو څخه راپور ورکړل شوى، چې په ځينو محلونو کې نارينه وو د ښځو له کارتونو په ګټه اخيستنه رايه ورکړې ده.

هغه زياته کړه چې د ټاکنو په ورځو ٢٩٨ مشاهدينو ته محلونو ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې، چې دا ستونزه په مرکز او ولايتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له دفترونو سره له پرله پسې اړيکو وروسته حل شوه.

سپين غر وويل، چې د رايې ورکونې ٢٣٠٥مرکزونه وروسته پرانيستل شوي او ١٧٢٨ نور بيا پر ټاکل وخت نه دي تړل شوي. همدارنګه ٢٥٩ نور داسې وو، چې په مرکزونو کې بې کيفيته رنګ کارول شوى و.

د فيفا اجراييوي رييس زاته کړه : ددې ترڅنګ چې د فيفا ٢٩٨ څارونکو ته د رايې ورکونې له محلونو د ليدنې اجازه نه ده ورکړل شوې، په ٧٥٩ محلونو کې د رايې ورکونې پاڼې کمې وې او ٩٦٦ موراد داسې وو، چې کمپاينرانو د رايې ورکونې مرکز په ١٠٠مترۍ کې کمپاين کاوه.

خو سپين غر وويل: ((زموږ ارزونه څرګندوي، چې د دغو سرغړونو او درغليو حجم د تېرو ټاکنو په پرتله کم دى.))

هغه څرګنده کړه، چې فيفا د سرغړونو د نوعيت څرنګوالى او محلونه د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون ته سپاري، څو کمېسيون يې په اړه تصميم ونيسي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.