کابل (پژواک، ٢٠ ورى ٩٣): په افغانستان کې د نړيوال روغتيايي سازمان رييس وايي، چې په افغانستان د ماشې، مچ او نورو حشراتو له لارې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې د لېږدېدونکو ناروغيو عمده ستونزه ده.
لېږدېدونکې ناروغۍ له ملاريا، کالدانې او نورو ناروغيو څخه عبارت دي، چې د ماشو، موچانو او نورو حشراتو په وسيله لېږدول کېږي.
په افغانستان کې د نړيوال روغتيايي سازمان رييس ډاکټر ريچارډ، د وري په ٢٠مه په کابل کې د روغتيا نړيوالې ورځې نمانځغونډې ته په وينا کې وويل، هر کال د نړۍ په کچه يو بيليون کسان په ملاريا، کالدانې، اسهال، مکروبي تبو او نورو باندې د حشراتو له لارې اخته کېږي، چې يو ميليون تنه يې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نوموړي په دې مراسمو کې، چې د “حشراتو او نورو ناقلينو په وسيله د ناروغيو لېږد” تر شعار لاندې جوړ شوى و، وويل چې تېر کال په افغانستان کې نږدې ٣٦٠زره کسه له همدې امله په ننګرهار، کونړ، لغمان، خوست او زابل کې په ملايا اخته شوي وو.
سرچينې زياته کړه، چې ملاريا په افغانستان کې د خپرېدونکې او اندېښنې وړ ناروغيو له ډلې څخه ګڼل کېږي، چې نړيوال روغتيايي سازمان له دې ناروغۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
همدارنګه د سرچينې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې نږدې ٤٠زره تنه په کالدانه اخته دي.
هغه له افغانانو وغوښتل، چې په ملاريا او کالدانې له اخته کېدو څخه د وقايې په موخه خپل فردي او ټولنيز پاکوالى رعايت کړي او د خوب پرمهال له جاليو څخه کار واخلي.
د عامې روغتيا وزيرې ډاکټر ثريا دليل په يادو مراسمو کې وويل، چې دا وزارت د حشراتو له لارې د لېږدېدونکو ناروغيو د مخنيوي لپاره ځينې پروګرامونه لکه د وړيا پشه خانو وېشل، په دې اړه د پوهاوي ورکول او وړيا درملنې کول په پلان کې لري.
خو نوموړي د ورته پروګرامونه پر وړاندې د بوديجې کمښت عمده ستونزه وبلله او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې په دې برخه کې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت سره مرسته وکړي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن