ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د ګڼو پروژو چارې پيل شوې

هلمند کې د ګڼو پروژو چارې پيل شوې

author avatar
9 Apr 2014 - 13:43
هلمند کې د ګڼو پروژو چارې پيل شوې
author avatar
9 Apr 2014 - 13:43

لښکرګاه (پژواک ۲۰ ورى ۹۳): د هلمند په مرکز لښکرګاه او دريو ولسواليو کې د ثبات په نوم  په  بېلابېلو برخو کې د ګڼو پروژو چارې پيل شوې دي.

د دغه ولايت د کليو پراختيا رييس محمدعمر قانع پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پروژې چې پر مرکز لښکرګاه سربېره په ګرشک، ګرمسېر او نادعلي ولسواليو کې  ترسره کېږي، ډېرى  بې روزګاره خلکو ته به په کې د کار زمينې برابرې شي.

نوموړي زياته کړه، چې د ۱۱۲په شمېر دغو پروژو کې استنادي  دېوالونه، پلګوڼي، د اوبو دروازې، کوچنۍ ويالې او د لارو جوړول شامل دي.

قانع وايي، د دغو پروژو ټول لګښت ۴۰ ميليونه افغانۍ کېږي، چې په څو مياشتو کې به د امريكا د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي لګښت بشپړې شي.

هغه وايي: ((دغه  پروګرام به په شفافيت  سره پر مخ ولاړ شي او بې روزګاره خلک ته  به په کې کار پيدا شي.))

د لښګرګاه د بولان  په سيمه کې يوه ځايي اوسېدونکي رحيم  الله پژواک ته وويل، د دوى په سيمه کې د همدغه پرورګرام  له خوا د يوې پروژې د پلي کولو چارې پيل شوې دي.

نوموړي وويل، په دغه پروګرام کې شاوخوا دوه زره بې روزګاره کسانو ته د کار زمينه  برابرېږي، چې له مخې به يې د نورو ستونزو پر حل سربېره  به خلکو ته کار هم پيدا شي.

نوموړي وويل، تر دې مخکې يې هم په سيمه کې ورته پروژې پلې شوې خو د ده په وينا، دا چې د بهرنيانو له خوا ترسره کېدې، د عام ولس اړتياوې په کې  سمې په  پام کې نه نيول کېدې.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.