محمود راقي (پژواک، ٢٠ ورى ٩٣): د کاپيسا د ملي امنيت رياست د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د ٧ وسله والو له وژلو او د١٠ نورو د نيولو خبر وکړى دى.
خو يو قومي مشر وايي، چې له نيول شوو څخه ٧ تنه يې ملکي وګړي دي.
د کاپيسا دامنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونمل همايون رشيدي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبان يادو کسانو ته تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په غين دره کې د امريکايي او کومانډو ځانګړو ځواکونو په ګډو عملياتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې د وسله والو طالبان يو قوماندان قاري ثناګل هم شامل دى.
د رشيدي په وينا، ياد عمليات هغه مهال ترسره شول، چې وسله والو طالبان غوښتل د دې ولسوالۍ په پچه غان درې کې پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي.
هغه زياته کړه، چې په يادو عملياتو کې پنځه لاسي بمونه، ٧ کلاشينکوفونه او ٣٦ شاژورونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په همدې حال کې د نجراب ولسوالۍ د افغانيې درې يو قومي مشر لطف الله ذاکري د ٧ طالب وسله والو د وژلو د پخلي تر څنګ وايي، چې ٧ تنه نيول شوي کسان ملکي وګړي دي.
وسله والو طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه ده ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن