ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کاپيسا کې ٧ وسله وال ووژل شول

کاپيسا کې ٧ وسله وال ووژل شول

author avatar
9 Apr 2014 - 16:32
کاپيسا کې ٧ وسله وال ووژل شول
author avatar
9 Apr 2014 - 16:32

محمود راقي (پژواک، ٢٠ ورى ٩٣): د کاپيسا د ملي امنيت رياست د ياد ولايت په نجراب ولسوالۍ کې د ٧ وسله والو له وژلو او د١٠ نورو د نيولو خبر وکړى دى.

خو يو قومي مشر وايي، چې له نيول شوو څخه ٧ تنه يې ملکي وګړي دي.

د کاپيسا دامنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونمل همايون رشيدي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبان يادو کسانو ته تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په غين دره کې د امريکايي او کومانډو ځانګړو ځواکونو په ګډو عملياتو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې د وسله والو طالبان يو قوماندان قاري ثناګل هم شامل دى.

د رشيدي په وينا، ياد عمليات هغه مهال ترسره شول، چې وسله والو طالبان غوښتل د دې ولسوالۍ په پچه غان درې کې پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي.

هغه زياته کړه، چې په يادو عملياتو کې پنځه لاسي بمونه، ٧  کلاشينکوفونه او ٣٦ شاژورونه هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په همدې حال کې د نجراب ولسوالۍ د افغانيې درې يو قومي مشر لطف الله ذاکري د ٧ طالب وسله والو د وژلو د پخلي تر څنګ وايي، چې ٧ تنه نيول شوي کسان ملکي وګړي دي.

وسله والو طالبان تر اوسه په دې اړه څه نه ده ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.