ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې لا هم د بېلابېلو ستونزو له امله ۶۷ ښوونځي بند دي

اروزګان کې لا هم د بېلابېلو ستونزو له امله ۶۷ ښوونځي بند دي

author avatar
10 Apr 2014 - 12:50
اروزګان کې لا هم د بېلابېلو ستونزو له امله ۶۷ ښوونځي بند دي
author avatar
10 Apr 2014 - 12:50

ترينکوټ(پژواک،٢١ورى٩٣):د اروزګان د پوهنې رياست مسوولين وايي، د نوي تعليمي کال له پيلېدو سره يې لا هم ۶۷ ښوونځي د بېلابېلو ستونزو او امنيتي ننګونو له امله تړلي دي.

د ياد ولايت د پوهنې رييس احسان الله ناشر له پژواک اژانس سره په يوې ځانګړې مرکه کې وويل،چې دا ښوونځي په يو شمېر سيمو کې د ودانيو د نشتوالي، په ځينو سيمو کې ښوونځيو ته د زده کوونکو د نه ورتګ او په ډېرو سيمو کې د ناامنيو له امله تړلي دي.

ناشر وايي:((دا ښوونځي د ټولو ولسواليو په لرو پرتو سيمو کې دي، موږ يې د خلاصون او ښوونځيو ته د ماشومانو د لېږولو پر سر له قومي مشرانو سره په خبرو کې يو.))

د پوهنې د رييس په وينا، ددغه ولايت په ښوونځيو کې د مسلکي ښوونکو د نشتوالي تشه تر يوه بريده هواره شوې ده او د دوولسم ټولګي ډېرى فارغان د يوې شفافې پروسې له لارې د ښوونکو په توګه ګومارل شوي دي.

دى زياتوي:(( د اروزګان په مرکز او ولسواليو کې د ځينو مرسته کوونکو له لوري په داسې سيمو کې ښوونځي جوړي شوي، چې هيڅ اړتيا ورته نه وه، د اښوونځي د ځينو موسساتو له لوري د معارف په همکارۍ جوړ شوي دي.))

نوموړى وايي، ددغوښوونځيو٢٠ يې په مرکز ترينکوټ، ۱۷يې په چنارتو ولسوالۍاوپاتې ٣٠ نورې يې په نور بېلابېلو ولسواليو کې تړل دي.

له بلې خوا داروزګان يو شمېر اوسېدونکي په دې ولايت کې د پوهنې سکتور پر وړاندې ستونزې د حکومت بېغوري بولي.

د چنارتو ولسوالۍ قومي مشرحاجي عبدالسلام پژواک ته وويل:((د کلي ماشومان ځکه ښوونځيو ته نه ځي،چې  په ښوونځيوکې نه  ښوونکي او نه هم کتابونه شته.))

د نوموړي په خبره، د تېرو ١٢کلونو پرمهال ددې ولايت  پوهنې رياست ته اته تنه   د رييسانو په توګه راغلل ، خو يوه يې هم  دده په وينا، د اروزګان د پوهنيز سکتور لپاره ښه کار ونکړ.

ددغه ولايت يو بل قومي مشراحمدشاه پژواک ته وويل،په ځينو سيمو کې ډېرى کورنۍ خپل ماشومان  ښوونځو ته نه لېږي او ديني مدرسو ته يې استوي.

د اروزګان والي امان الله تيموري پژواک ته ومنله، چې ددغه ولايت د پوهنې په سکتور کې ستونزې شته دي او د هوارولو لپاره يې هڅې پيل شوې دي.

د نوموړي په وينا: (( زموږ په پوهنې ډګر کې د مسلکي کسانو نشتون، له اړتيا پرته په يو شمېر سيمو کې د ښوونځيو جوړول، د ښوونکو د معاش کموالى دا ټولې ستونزې دي.))

والي وايي، په دغه ولايت کې د تړل شوو ښوونځيو د بيا فعالېدو په مسئله کار کوي او په وينا يې ، چې ډېر ژر به يې د تړلو لاملونه په نښه کړي.

په ورته مهال د پوهنې وزارت د نشراتو رييس او وياند کبير حقمل پژواک ته وويل، چې د ښوونځيو په بيا فعالېدو کې د قومي مشرانو هڅو ته اړتيا لري.

هغه وويل:(( قومي مشران او د سيمې خلک چې په هر سيمه کې ښوونځي غواړي ، موږ به ورته ښوونځي په کې جوړ کړو.))

په اروزګان ولايت کې ددغو تړلو ښوونځيو سربېره ٢٤٣ښوونځي شته دي، د اروزګان د پوهنې رياست د چارواکو په وينا، له دغې ډلې يې ٧٠ ښوونځي تر بيارغونې لاندې دي.

د چارواکو په وينا، په دغو ټولو ښوونځيوکې ٧٨ زره زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي، چې د ١٨ سوه استادانو له لوري زده کړه ورکول کېږي.

پر اروزګان سربېره د افغانستان په نورو سوېلي او شمال ختيځو ولايتونو کې هم د بېلابېلو ستونزو له امله يو شمېر ښوونځي تړلي پاتې دي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.