کابل ( پژواک، ٢١ ورى ٩٣ ) : د افغانستان د ملي امنيت لوى رياست وايي، چې يو شمېر بهرنيو وسله والو ډلو د ټاکنو د ګډوډولو هڅه کوله او امنيتي ځواکونو په تېرو ٤٠ ورځو کې ٢٦٢ ځانمرګي بريدګر نيولي دي.
دغه څرګندونې د ملي امنيت د لوى رياست وياند لطف الله مشعل د وري په ٢١مه، په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وکړې.
هغه زياته کړه، چې يو شمېر بهرنيو وسله والو ډلو او استخباراتي کړيو هڅه کوله، چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې، چې د وري په ١٦مه، ترسره شوې، ګډې وډې کړي.
خو لطف الله مشعل وويل، چې د هېواد د امنيتي ځواکونو د کلکو امنيتي تدابيرو له امله نه يواځې د دوى د بريدونو مخه يې ونيوله ، بلکې په تېرو ٤٠ ورځو کې امنيتي ځواکونو ٢٦٢ ځانمرګي بريدګر هم نيولي دي.
د نوموړي په وينا، دغه بريدګر په ٢٣ ولايتونو کې له ٦٥ عرادې موټرو سره، چې له چاودېدونکو توکو ډک وو، نيول شوي دي.
مشعل وايي، چې د ٢٠٠٩ کال د ټاکنو پر مهال د ملي ځواکونو په ګډون په هېواد کې ١٤٠ زره بهرني ځواکونه وو، خو بيا هم يواځې په يوه ورځ ٩٠٠ فيره راکټونه او نورې مرمۍ فير شوې وې.
د ملي امنيت رياست وياند وويل، چې داځل په کابل کې هېـڅ بريد ونه شو، بلکې په ټول هېواد کې کومه لويه امنيتي پېښه رامنځته نه شوه.
ددې خبر بشپړ جزئيات به وروسته خپاره شي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن