ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې ٢٠٠ ټاکنيز شکايتون ثبت شوي دي

په کندهار کې ٢٠٠ ټاکنيز شکايتون ثبت شوي دي

author avatar
10 Apr 2014 - 16:56
په کندهار کې ٢٠٠ ټاکنيز شکايتون ثبت شوي دي
author avatar
10 Apr 2014 - 16:56

کندهار ( پژواک، ٢١ ورى ٩٣ ) : په کندهار کې د ټاکيزو شکايتونو د کمېسيون مشر وايي، په دغه ولايت کې يې د ټاکنو له ورځې وروسته په ٤٨ ساعتونو کې دننه ٢٠٠ ټاکنيز شکايتونه ثبت کړي دي.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر مړوند وزير د وري په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ډېر شکايتونه د ولايتي شورا د کانديدانو، د ولسمشرۍ د کانديدانو د ناظرينو او استازيو او دغه راز نورو خلکو له خوا ثبت شوي دي.

هغه زياته کړه، په ثبت شويو شکايتونو کې ډېرى يې د ولسمشرۍ د کانديدانو زلمي رسول، ډاکټر عبدالله، اشرف غني احمدزي، ګل اغا شېرزي او نورو په اړه دي، چې ګواکې په ګټه يې درغلۍ شوې دي.

د نوموړي په وينا، د ولايتي شورا د کانديدانو په اړه هم ورته شکايتونه شوي ، چې هم په خپله کانديدانو ثبت کړي او هم يې ناظرينو.

دى وايي، د دې تر څنګ ډېر نور شکايتونه د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکو، ناظرينو، امنيتي ځواکونو او نورو په اړه دي، چې د مشخصو کانديدانو په ګټه يې سرغړونې کړي او يا يې هم د مشخصو کانديدانو ناظرينو ته اجازه نه ده ورکړې ، چې ټاکنيزو مرکزونو او محلونو ته دننه شي.

وزيري زياتوي ، چې د ولسمشرۍ د کانديدانو په اړه ثبت شوي شکايتونه مرکز ته لېږل شوي او د څېړنې کار به يې همالته تر سره کېږي.

ده دغه راز وويل، چې د ولايتي شورا د کانديدانو اړوند شکايتونه همدلته څېړي او تر دې مهاله يې هغه شکايتونه طبقه بندي کړي ، چې موضوعات يې سره ورته او يا هم يو شان دي.

په دې وروستيو کې د ځينو سرچينو له خوا داسې خبرونه ورکول کېدل، چې ګواکې د کندهار د ټاکنو په کمېسيون کې آن تر ټاکنو څو ورځې وروسته هم مرکز ته رالېږدول شوي صندوقونه پرانيستل شوي ، راى پاڼې ترې ايستل شوي او پر ځاى يې د مشخص کانديد په ګټه رايې پکې اچول شوې دي.

خو د ټاکنيزو شکايتونو مسوول دا يواځې اوازې وګڼلې او ويې ويل، چې هغوى په خپله د ټاکنو په کمېسيون کې موجود دي او داسې کوم کار نه دى شوى.

نوموړي ومنله ، چې په دې اړه ورسره ټېلېفوني اړيکې هم نيول شوي او خلکو ورته شکايت کړى دى.

د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري هم دا اوازې رد کړې او ويې ويل، چې د اصولو له مخې څوک نه شي کولاى بند صندوقونه خلاص کړي او درغلي وکړي.

هغه ډاډ ورکړ ، چې د درغليو په اړه ثبت شوي شکايتونه به په سمه توګه څېړل کېږي او د ټاکنو پايلې به په شفافه توګه اعلانېږي.

ده په ټاکنو کې درغلۍ نه ردوي، خو وايي، چې د تېر په پرتله نه يواځې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه زياته وه، بلکې په هر ټاکنيز مرکز کې د کانديدانو د ناظرينو شمېر هم زيات و.

د هېواد د نورو ولايتونو په شان د کندهار له بېلابېلو سيمو هم په ټاکنو کې د درغليو خبرې کېږي، چې ډېرې يې دا مهال ثبت شوې او څېړنه يې پيل شوې ده.

د کتونکو په باور، د دې تر څنګ د ټاکنو په ورځ ځينې نورې ستونزې او نمګړتياوې تر سترګو کېدلې، چې د ټاکنيزو مرکزونو د مامورينو نه مسلکيتوب، د رايې پاڼو خلاصېدل او په ځينو برخو کې سرغړونې او درغلۍ دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.