ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ګرشک کې يو ښوونځى پرانيستل شو

په ګرشک کې يو ښوونځى پرانيستل شو

author avatar
10 Apr 2014 - 13:14
په ګرشک کې يو ښوونځى پرانيستل شو
author avatar
10 Apr 2014 - 13:14

لښکرګاه(پژواک،۲۱ورى۹۳): د هلمندوالي وايي ، چې د هغو ښوونځيو د ودانيو جوړېدو لپاره يې هڅې پيل کړې دي ، چې تر دې مهاله ودانۍ نه لري.

تورن جنرال محمد نعيم دا څرګندونې  د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د يوه لومړني  ښوونځي د پرانيستې په مراسمو کې وکړې.

ددغه ښوونځي ودانۍ د تېر يوه کال په موده کې دنهه ميليونه افغانيو په لګښت د سپډ   پروګرام له خوا جوړه شوې ده.

 والي وويل،دغه ښوونځى ټولې لس درسي او څلور اداري خونې له نورو اړوندو ملحقاتو سره لري .

دده په وينا، هڅه کوي، چې په دې ولايت کې د پوهنې په برخه کې ټولې شته ستونزي هوارې او هغو ودانيو ته هم امکانات پيدا کړي، چې تر اوسه  ورته  ودانۍ نه دي جوړې شوي.

هغه ونه ويل، چې په هلمند کې څومره ښوونځي ودانۍ نه لري.

بله خوا ددې ولايت دپوهني رياست تدريسي مرستيال حاجي ناصر وايي، په ګرشک ولسوالۍ کې دوى په تشکيل کې ۳۸ ښوونځي لري ، چې ۲۳ يې فعال دي او ۱۵ زره  زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي ، چې څلور زره  يې نجونو دي.

نوموړي وويل، چې په دې ښوونځيو کې دوه خصوصي او دوه مسلکي لېسي هم شاملي دي،  چې يواځي يې ۱۱ ودانۍ لري .

هلمند په تشکيل کې ۳۸۱ ښوونځي لري، چې ۲۴۷ يې فعال دي او ۱۰۶۳۲۶ زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي، چې ۴۹  سلنه يې نجونو دي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.