ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په چغچران کې مدني اعتراض درېيمې ورځې ته وغځېد

author avatar
11 Apr 2014 - 16:17
author avatar
11 Apr 2014 - 16:17

چغچران (پژواک ٢٢ورى ٩٣) : په غور ولايت کې هغه مدني اعتراض، چې په چغچران ښار کې د ښاروالۍ له لوري د يوې قطعې ځمکې د وېش په غبرګون کې د غور د يو شمېر اوسېدونکو له خوا پيل شوى و، نن درېيمې ورځې ته وغځېد.

دوه ورځې مخکې خلکو د ښاروالۍ له لوري په غير عادلانه ډول د سيمه ييز دولتي تلوېزيون د ځمکې د وېش په غبرګون کې په لاريون لاس پورې کړ، خو پوليسو له لاريون کوونکو او خبريالانو سره ناوړه چلند کړى او د ځينو خبريالانو کمرې يې ورته ماتې کړي او موبايلونه يې هم ترې اخيستي دي.

 نننيو اعتراض کوونکو د غور د ښاروال محمد اسحق همراز پرضد شعارونه ورکول ، هغه يې له زور واکو سره په معامله ګرۍ تورن او له مرکزي حکومت څخه يې وغوښتل چې ددوى غوښتنې ته رسېدنه وکړي .

يوتن اعتراض کوونکي محمدحنيف وويل ، چې پوليسو او سيمه ييزې ادارې ددوى دغه مدني حرکت ته ځواب ونه وايه او حتى  له اعتراض کوونکو سره تاوتريخوالى هم شوى دى.

ده وويل ، هغو  پوليسو چې د خلکو او خبريالانو پروړاندې په تاوتريخوالي کې لاس درلود، بايد له قانوني کړنې سره مخ شي .

دغو اعتراض کوونکو د ښاروال او د عامه نظم قوماندان له دندې د لرې کېدو غوښتنه کوله . 

خو د غور امنيه قوماندان مل پاسوال دلاور شاه دلاور له اعتراض کوونکو څخه د پوليسو د دې کړنې په اړه په رسمي ډول بښنه وغوښته او ويې ويل، هڅه به وکړي چې د دغې پېښې عاملين په ډاګه او له قانون سره سمه جزا ورته ورکړي.

خو د چغچران ښاروال محمد اسحق همراز پژواک ته وويل، ځينو خپله ګټه غوښتونکو کسانو يو شمېر کسان له اسنادو پرته راټول کړي او بې بنسټه ادعاوې کوي.

هغه زياته کړه، چې دا ځمکه زورواکو ته نه ورکول کېږي، په ښاروالۍ پورې اړونده ده ، په راتلونکي کې دلته د مارکېټ د جوړېدو پرېکړه شوې ، ځينې کسان غواړي، چې په دې مارکيټ کې د قانون خلاف څو دوکانونه ورته ورکړل شي،  چى ښاروالۍ د دوى غوښتنې نه دي منلي، نو په دا شان کړنو يې لاس پورې کړى.

ښاروال زياته کړه، د دوکانونو وېش د ده له واک پورته کار دى او هغه کمېسيون، چې له بېلابېلو ارګانونو جوړ دى، د دې واک لري.

 د همراز په وينا، د محلي تلوېزيون اوسنۍ ودانۍ پخوا په امنيه قوماندانۍ پورې اړونده وه، چې ښاروالۍ بيا له يوې بلې ودانۍ سره بدله کړې ده: د غور والي د غوښتنې له مخې، د دغه تلوېزيون کارکوونکو ته ياده ودانۍ تر هغې مودې پورې ورکړې، تر څو دغې رسنۍ ته نوې ودانۍ جوړه شي.

 ښاروال زياتوي، چې د تلوېزيون د نوې ودانۍ جوړولو لپاره کوم امکانات او بوديجه نه لري، والي لارښوونه کړې، چې ښاروالۍ دغه تلوېزيون ته په کرايه يوه ودانۍ ونيسي او تر هغه مهاله دې پکې خپلې خپرونې پر مخ وړي.

 خو د غور دولتي تلوېزيون امر علاوالدين وايي، چې دغه ودانۍ په راډيو تلوېزيون امريت پورې اړوند ده، چې دغه ځمکه د وزيرانو شورا له لوري دوى ته له پخوا ورکړل شوې، خو ښاروالي پر زورواکو ددغې ځمکې د وېش هوډ لري.

 محمدي وايي، ټاکل شوې وه تر څو ياده شخړه په کابل کې د څارنوالۍ له لوري وڅېړل شي، خو ښاروالۍ يې اوس برخې په نښه کړي او که چېرې دلته کار دوام ولري، نو د تلوېزيون د فعاليتونو مخه به ونيول شي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.