ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په رستاق کې د زيانمن شوي کلي خلک مرستو ته اړ دي

په رستاق کې د زيانمن شوي کلي خلک مرستو ته اړ دي

author avatar
12 Apr 2014 - 11:09
په رستاق کې د زيانمن شوي کلي خلک مرستو ته اړ دي
author avatar
12 Apr 2014 - 11:09

تالقان (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): د تخار ولايت چارواکي وايي ، چې په  رستاق ولسوالۍ کې ١٢ کورونه تر ځمکې لاندې شوي او بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

دغه پېښه تېره شپه د رستاق ولسوالۍ د خواجه خيراب نومي کلي، چې ۱۲۰ کورونه په کې دي تر سختو بارانونو وروسته رامنځته شوې ده.

د تخار د والي وياند سنت الله تيمور د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه کلي اوسېدونکي له خپلو کورونو وتلي او کلي ته څېرمه په يوه غره کې دېره شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ په قره بلاق سيمه کې څلور مړي هم موندل شوي دي.

تيمور وويل، يو مړی پېژندل شوی چې د همدغه کلي اوسېدونکی دی او درى نور نه دي پېژندل شوي چې په وينا يې کېدای شي دغه مړي سېلابونو له بدخشان څخه راوړي وي.

ده زياته کړه:  ((د خواجه خيراب کلي ټول کورونه په ځمکه کې ډوب شوي، اوسېدونکي يې بېخايه شوي، زموږ مرستندويه ډله سيمې ته ورغلې چې د پېښې ارزونه وکړي.))

پر همدې مهال د رستاق ولسوال عبدالمناف فيضي وايي، چې په خواجه خيراب کلي کې چا ته د سر زيان نه دی اوښتی خو ګڼ مالي زيانونه اوښتي دي.

ده زياته کړه چې د پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره، سرې مياشتې او د خوړو نړيوال سازمان په ګډون مرستندويې ډلې سيمې ته ورغلې، چې زيانمنو کورنيو ته مرستې ورسوي.

فيضی وايي، چې بېځايه شوې کورنۍ بايد له دې سيمې بلې ته د چورلکو په مټ ولېږدول شي او په وينا يې چې دغه کورنۍ خوراکي توکو ته اړتيا لري.

هغه له والي او مرکزي حکومت څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د دغه کلي اوسېدونکو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

د خواجه خيراب سيمې يو اوسېدونکی کريم الله چې د سودا اخيستو لپاره تالقانو ښار ته راغلی وايي، دغه کلى له پنځو کلونو راهيسې له ورته خطر سره مخ وو.

هغه پژواک ته وويل، چې څو وارې يې ولايت ته وړانديز کړی چې غم يې خوري؛ خو چا يې خبرو ته غوږ نه دی اېښی.

ده زياته کړه: ((څلور- پنځه کاله کېږي چې په دې سيمه کې ځمکه ښويېږي، ځينې سيمې يې ناستې وې. موږ دولت ته وړانديز وکړ چې بله سيمه راته راکړي چې کورونه په کې جوړ کړو؛ خو چا مو خبره نه ده اورېدلې.))

دغه پېښه په داسې مهال کې رامنځته کېږي چې د سيمې د اوسېدونکو په خبره ۱۳ کاله پخوا هم دغه کلی د ورته پېښې له امله په ځمکه کې ډول شوی و چې هغه مهال په لسګونو کسان وژل شوي هم وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.