ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې چاودنو ٧ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

خوست کې چاودنو ٧ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
12 Apr 2014 - 13:33
خوست کې چاودنو ٧ پوليسو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
12 Apr 2014 - 13:33

خوست ښار (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): په خوست ښار کې نن غرمه مهال دوو چاودنو دوه پوليس وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي، چې د يوه ټپي حالت نازک ښودل شوى دى.

لومړۍ چاودنه د خوست ښار د تڼيو د موټرو د اډې تر څنګ د دغه ولايت د ګمرک رياست د پوليسو پر رينجر موټر داسې مهال شوې، چې د پېښې له ځايه د تېرېدو په حال کې و.

يوې امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چاودېدونکي توکي د سړک پر غاړه ځای پر ځای شوي وو، چې په چاودنه کې يې دوه پوليس ځاى پر ځاى وژل شوي او يو پوليس افسر ټپي شوى دى.

يادې سرچينې وويل، چې دويمه چاودنه يو ساعت وروسته د خوست ښار په لوېديځه څنډه کې د پروژې د پله تر څنګ د پوليسو په يوې امنيتي پوسته کې شوې ده.

سرچينې زياته کړه، چې په دې چاودنه کې هم څلور پوليس ټپيان شول، چې سمدستي د خوست ولايتي ملکي روغتون ته ولېږدول شول.

د خوست د والي وياند مبارزمحمد ځدراڼ پژواک اژانس ته په خپلو خبرو کې دواړه چاودنې تاييد کړې او ويې ويل، چې تلفات هم لري، خو کره شمېر يې نه دی ترلاسه کړی.

د خوست د ملکي روغتون رىيس ډاکټر عبدالمجيد منګل پژواک اژانس ته وويل، چې له يادو پېښو ورته دوه وژل شوي او پنځه ټپيان پوليس ور وړل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دواړو پېښو د ټپيانو لومړنۍ درملنه شوې، خو د يوه پوليس افسر روغتيايي حالت مرګونی دی.

تر اوسه د دواړو چاودنو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه هم طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.

د يادونې ده، څو ورځې وړاندې هم د خوست ښار په ختيځه څنډه کې دوو غبرګو چاودنو دوه پوليس ووژل او د يو شمېر ملکيانو په ګډون يې يوولس کسان ټپيان کړي وو.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.