جلال اباد (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): د ننګرهار ولايت سرحدي پوليسو په تورخم کې د پېښور–جلال اباد تر منځ له چلېدونکي دوستۍ بس څخه ١٩ ميله وسلې ترلاسه کړې دي.
په ختيځ کې د سرحدي پوليسو د لومړي زون درستيزوال مل پاسوال محمد ايوب حسين خېل د وري په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه پرون رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د پاکستان له پېښور ښاره جلال اباد ته د دوستۍ په نوم له روان بس څخه په تورخم کې د تلاشۍ پر مهال وسلې نيول شوې دي.
دى وايي چې سرحدي پوليسو له دغه موټر څخه ١٧ ميله تومانچې، يو ميل کلاشينکوف او يو ميل شل ډزى ترلاسه کړي او نن يې د ننګرهار امنيې قوماندانۍ ته وسپارلې.
حسين خېل وويل، چې له دې وسلو سره په تړاو درى افغانان هم نيول شوي دي.
د دوستۍ بس په نوم مسافر وړونکي موټر له تېرو څو کلونو راهيسې د پېښور او جلال اباد ترمنځ چلېږي.
په تورخم کې يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل، چې له دوستۍ بس موټر څخه يادې وسلې هغه مهال ونيول شوې، کله چې سرحدي پوليسو او د ګمرک کار کوونکو دغه موټر د تلاشۍ لپاره درولى و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن