واشنګټن (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): افغانستان او نړيوال بانک د څه باندې ٢٥٥ ميليونه ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو پر قرارداد لاسليک وکړ.
دغه قرارداد پرون په واشنګټن کې د افغانستان د ماليې د وزير ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال او د سوېلي اسيا لپاره د نړيوال بانک د مسوول فيلېپ لي هوريو ترمنځ لاسليک شو.
د ماليې وزير ډاکټر عمر زاخېلوال د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دا مهال په واشنګټن کې دى، د نړيوال بانک او نړيوال وجهي صندوق (اى اېم اېف) په کلنۍ غونډه کې يې ګډون کړى دى.
زاخېلوال د وري په ٢٣مه د ټولنيزې شبکې د فيسبوک په خپله پاڼه کې ليکلي، چې پرون يې په واشنګټن کې له نړيوال بانک سره د ٢٥٥،٥ ميليونه ډالرو په ارزښت د څلورو پروژو قرارداد لاسليک کړ.
هغه زياته کړې، چې د دغو پروژو پلي کېدا به د افغانستان په بيارغونه او پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.
هغه ويلي، چې دغه پروژې د برېښنا، ښوونې او روزنې، ترينينګ او د کابل ښاروالۍ په برخه کې دي، چې له امله به يې خلکو ته ډېره ګټه ورسېږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن