ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې له ناروې او فنلنډ سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه ومنل

ولسي جرګې له ناروې او فنلنډ سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه ومنل

author avatar
12 Apr 2014 - 20:40
ولسي جرګې له ناروې او فنلنډ سره د ستراتيژيکو همکاريو سندونه ومنل
author avatar
12 Apr 2014 - 20:40

کابل (پژواک ٢٣ ورى ٩٣): ولسي جرګې نن له ناروې او فنلنډ هېوادونو سره د افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو تړونونه، چې له دې وړاندې لاسليک شوي وو، د رايو په اکثريت تاييد کړل.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي او د نړيوالو چارو کمېسيون مشر عبدالقادر ځاځي وطندوست، دغه دوه هوکړه ليکونه د افغانستان د حکومت او خلکو په ګټه وبلل او د يادې جرګې له غړو يې وغوښتل، چې دغو هوکړه ليکونو ته مثبته رايه ورکړي.

هغه وويل، چې د افغانستان او ناروې ترمنځ په ٢٠١٢ زېږديز کال کې د تر سره شوي هوکړه ليک له مخې، ناروې ژمنه کړې چې په سياسي، امنيتي، اقتصادي، پراختيايي او سيمه ييزو ډګرونو کې به له افغانستان سره مرسته وکړي.

د هغه په وينا، ناروې ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې د غيرقانوني افغان کډوالو د تلو راتلو لګښتونه به ورکوي او خپل هېواد ته د هغوى د راستنېدو لپاره به زمينه برابره کوي.

په دې جرګه کې د پنجشېر استازې او د جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون مرستيالې قاضي راحلې سليم، د افغانستان او فنلنډ ترمنځ د ستراتيژيک اړيکو هوکړه ليک په اړه د ولسي جرګې غړو ته وويل، چې دا هوکړه ليک د افغانستان او فنلنډ ترمنځ د اړيکو په پراختيا کې مهم رول لري.

هغې وويل، چې د دغه هوکړه ليک له مخې به فنلنډ له ٢٠١٤زېږيز کال وروسته د لسو کلونو لپاره، هر کال د افغانستان د پراختيا لپاره ٣٠ ميليونه يورو مرسته کوي.

همدارنګه نوموړې زياته کړه، چې فنلنډ له افغانستان سره د ښوونې او روزنې او د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې او سمبالتيا په برخو کې مرسته کوي او خپلې تجربې به ورسره شريکوي.

هغې وويل، فلنډي پانګه وال لېواله دي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د ټکنالوجۍ به برخه کې پانګونه وکړي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي، د نظرياتو له وړاندې کولو وروسته د ولسي جرګې له غړو وغوښتل، چې په دې اړه د منلو او نه منلو په اړه شنه او سره کارتونه پورته کړي.

په پايله کې د دغې جرګې له لوري، د افغانستان او ناروې تر منځ ياد هوکړه ليک، د ٢٨ مخالفو او ٩٨ موافقو رايو او د افغانستان او فنلنډ ترمنځ هوکړه ليک د ١٢ مخالفو او ١١٤ موافقو رايو ومنل شو.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.