ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اشرف غني: کمېسيون دې تقلبي رايې بېلې کړي

اشرف غني: کمېسيون دې تقلبي رايې بېلې کړي

author avatar
13 Apr 2014 - 20:40
اشرف غني: کمېسيون دې تقلبي رايې بېلې کړي
author avatar
13 Apr 2014 - 20:40

کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ د ټاکنو کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي د ټاکنو د قسمي پايلو د اعلان په غبرګون کې وويل، چې د دې لوبې نوي دقيقې لا پاتې دي.

نوموړي دغه څرګندونې نن د وري په ٢٤مه، په يوه خبري کنفرانس کې وکړې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اعلان له مخې، د ټاکنو په قسمي پايله کې ډاکټر عبدالله عبدالله د ٤١،٩ او ډاکټر اشرف غني احمدزى د ٣٧،٦ سلنه رايو په لرلو سره، تر نورو کانديدانو مخکې دي.

د دغه کمېسيون چارواکي وايي، تراوسه يې په ټاکنو کې د ٢٦ اړوندو ولايتونو له کارېدلو رايو لس سلنه، چې ٥٠٦٨٤٣ رايې کېږي، شمېرلي، چې د ټولو ١٠ سلنه رايو له ډلې، ډاکټر عبدالله عبدالله د ٢١٢٣١٢ رايو يا د ټولو رايو د ٤١،٩ سلنې په لرلو، د کانديدانو په سر کې دى؛ ورپسې ډاکټر اشرف غني احمدزى دى، چې د ١٩٠٥٦١ رايو يا د ټولو رايو ٣٧،٦ سلنه رايې اخيستې دي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي په دې اړه وويل، چې د ټاکنو د قسمي پايلو په اړه د نن ورځې د اعلان ستاينه کوي او هيله لري، چې د ټاکنو کمېسيون په راتلونکي کې هم خپل کارونه له قانون سره سم ترسره کړي.

د هغه په وينا، د ټاکنو او احصايې توپير دادى، چې په انتخاباتو کې هره رايه ارزښت لري او دلته اته ولايتونه لا نه دې شمېرل شوي.

ده څرګنده کړه: “لومړۍ نتيجې داسې دي، لکه د فوټبال تر لوبې مخکې چې لوبغاړي لوبې ته ځان چمتو کوي او نوي دقيقې لوبه پاتې ده؛ تفاوت اوس هم کم دى، ډېر نه دى، چې څومره ژر کېداى شي کمېسيون دې تقلبي رايې بېلې کړي، څو ولس ته مسئله واضح شي. په ځينو ولايتونو کې الف شکايتونه ډېر دي، هيله ده چې دواړه کمېسيونونه په يوه وخت پر دې کار وکړي، څو ولس ته موضوع ژر واضح شي.”

خو د ولسمشرۍ ياد کانديد وايي: “کمېسيون وايي چې دا لس فيصده ده؛ که داسې وي، نو نن په دې حساب خو پنځه ميليونه خلکو رايې ورکړې دي. هيله ده چې کمېسيون دا ژر معلومه کړي، چې څومره کسانو په انتخاباتو کې رايي اچولې دي.”

د ټاکنو کمېسيون د اټکل له مخې، په تېرو ټاکنو کې تر اوو ميليونو ډېرو خلکو برخه اخيستې وه.

اشرف غني زياتوي، په تېرو څو مياشتو کې د ټاکنو کمېسيون تېروتنه نه ده کړې او له دې وروسته هم بايد صبر وشي، ځکه هغوى ژمنه کړې، چې درغلۍ به څېړي.

خو هغه وايي: “البته کميسيون تر فشار لاندې دى، خو تر دې دمه کمېسيون داسې کار نه دى کړى، چې دوى قانون تر پښو لاندې کړى دى. د شک له فضا بايد ووځو او اعتماد رامنځ ته کړو.”

نوموړي له ولسمشر کرزي څخه په مننه وکړه، چې په ټاکنو کې يې خپل بې پلويتوب وښود. دغه راز هغه امنيتي ځواکونه هم وستايل، چې د ټاکنو په ورځ يې امنيت ټينګ کړ.

هغه د ټاکنو په بهير کې رسنۍ هم وستايلې چې په دې برخه کې يې مهم رول ولوباوه.

د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روانې وري مياشتې په ١٦مه نېټه ترسره شوې، چې لومړنۍ پايلې به يې د راتلونکې غويي مياشتې په څلومه او وروستۍ به يې په ٢٤مه اعلان شي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.