ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اريانا هوايي شرکت ايران ته له تېرو دوو کلونو راهيسې الوتنې نه لري

د اريانا هوايي شرکت ايران ته له تېرو دوو کلونو راهيسې الوتنې نه لري

author avatar
13 Apr 2014 - 19:05
د اريانا هوايي شرکت ايران ته له تېرو دوو کلونو راهيسې الوتنې نه لري
author avatar
13 Apr 2014 - 19:05

کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): د اريانا هوايي شرکت چارواکي وايي، چې دوى ايران ته له تېرو دوو کلونو راهيسې پرواز نه دى کړى، چې يواځينى لامل يې د مسافرو کموالى، د لګښتونو نه پوره کول او له ياد شرکت څخه د دولت نه ملاتړ دى.

د اريانا سوداګريز هوايي شرکت مشر محمد اسحاق سروري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوه کاله وړاندې به يې ايران هېواد ته پروازونه درلودل، خو ښه عايد يې نه دي ترې تر لاسه کړي، نو له همدې امله يې ايران له نورو پروازونو ډډه کړې ده.

هغه ايران ته د اريانا شرکت د پروازونو د پرېکون په اړه زياته کړه: ” د ايران دولت له لوري په ښکاره ډول کومه ستونزه نه تر سترګو کېږي، خو د ايران سفارت په غيرمستقيم ډول د خپلې “ايرلاين هاي” هوايي ليکې ملاتړ کوي، د افغانستان په شان نه دي، چې د اريانا په قصه کې نه دي.”

نوموړي زياته کړه، د ايران سفارت په غيرمستقيم ډول خلک پوهوي، چې که د اسمان او ماهان هوايي شرکتونو او نورو ايراني شرکتونو ټکټونه ونه لري ، نو ويزې به ورته ورنکړي.

د اريانا سوداګريز هوايي شرکت مشر د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ايا دا ستونزه يې د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت او د ايران له سفارت سره شريکه کړې؟ وويل، چې نه ده يې شريکه کړې.

خو په کابل کې د ايران اسلامي جمهوريت سفارت د رسنيو برخې مسوول مرتضى جريان، د اريانا هوايي شرکت د مشر خبرې ناسمې وبللې او زياته يې کړه: ” ايران اسلامي جمهوريت همېشه په ټولو برخو کې د اړيکو د پراختيا په هڅه کې دى.”

نوموړي زياته کړه، چې د يادو اړيکو په ډله کې د هوايي اړيکو پراختيا هم شامله ده، چې دوى يې د دواړو هېوادونو تر منځ د لا پياوړتيا غوښتنه کړې.

هغه زياته کړه، اوسمهال په يوه اونۍ کې يواځې اوه پروازونه تر سره کېږي، خو دوى يې د ٢٠ پروازونو وړانديز کړى، خو د افغانستان د چارواکو له لوري نه ده منل شوې.

جريان زياته کړه، دا چې کابل او تهران په اوږده واټن کې پراته دي نو د ايران سفارت د دوه طرفه ټکټ شرط لري  او توپير نه لري، چې د کومې هوايي کرښې او يا شرکت دى.

 نوموړي زياته کړه: که چېرې د سفارت کونسل تشخيص کړي، چې د مراجعينو له ډلې يې کوم يو مالي وړتيا نه لري نو ايران ته د ځمکې له لارې ورته ويزه ورکول کېږي، چې دا کار هر ورځ دوام لري.

 د ايران سفارت د رسنيو برخې مسوول، افغانانو ته د ايران د ويزې د صدور له درې برابره لوړېدو خبر ورکړ او وايي، چې د ويزې غوښتونکو د اسانتياوو لپاره ټاکل شوې، ترڅو د انټرنټ له لارې نوبت ونيسي او په دې کار سره د سفارت تر شا د ولاړو کسانو ګڼه ګوڼه هم کمه او د يوې مياشتې په موده کې به ورته نوبت ورسيږي.

 ورته مهال د اريانا هوايي شرکت مشر محمد اسحاق سروري وويل، چې ايران ته د اريانا پروازونو د دويم ځلې  الوتنو لپاره څېړنې پيل شوي، تر څو له مارکيټ څېړنه وکړي، چې ايا د اريانا پروازونو ته  د زياتېدو اړتيا ليدل کېږي او که نه.

 نوموړي زياته کړه: ” لومړنۍ څېړنې ښيي، چې د ايران پر ليکه ډېر مسافر نه شته دي.”

 هغه زياته کړه، چې د بهرنيو الوتکو پروازونه سل په سله د افغاني شرکتونو په زيان دي او دا چې افغانستان د پرانيستي اسمان (Open Sky Policy) له سياست کار اخلي او يو اعتدالي سياست نشته دى، نو شرکتونه که په هره اندازه وغواړي نو پروازونه کولى شي.

 نوموړي، ترکيې هېواد ته د اريانا د الوتنو مثال ورکړ، چې ترکيش ايرلاين د اريانا د درېيو پروازونو پر ځاى لس پروازونه کوي، چې دا يو غيرعادلانه کار دى او له دې وړاندې يې هم دغه موضوع اړونده ادارو ته رسولې، خو کومه ګټه يې نه ده کړې.

 خو سروري وويل، چې د مسافرو د کمښت له امله، چې هره ورځ نږدې ١٥٠٠ مسافر له هېواده وځي، بايد د دولت له خوا مهاري سياستونه کېښودل شي، هر وخت کې اريانا  الوتنه لري، نو نورو کورنيو شرکتونو ته دې د الوتنې اجازه نه ورکول کېږي.

   نوموړي زياته کړه، چې ددې شرکت (اريانا) لپاره د الوتکې تېل في ټن ١٥٠٠  امريکايي ډالر تمامېږي، خو”ترکيش ايرلاين” او نوروبهرنيو شرکتونو ته بيا نږدې په درې يا څلور سوه ډالر تمامېږي، چې د دا ډول فضا پر وړاندې سيالي ډېره ستونزمنه ده.

هغه څرګنده کړه، سره له دې چې د اريانا شرکت پر وړاندې ګڼې ستونزې شته، خو بيا هم د پلور د سمبال او برېښنايي سيسټم په رامنځته کولو سره توانېدلي، چې له نورو شرکتونو سره سيالي وکړي او اوسمهال د راتلونکي درې کلن سوداګريز پلان په چمتو کولو بوخت دي.

 نوموړي په ځانګړي ډول په دې اړه، چې اريانا يو دولتي شرکت دى او د دولت تر ملاتړ لاندې دى وويل:(( د اريانا شرکت دولتي کېدل، يواځې يو نوم دى، اريانا يو بوديجوي واحد نه دى، په هغه صورت کې چې دا شرکت مالي نغدې مرسته ته اړ شي، نه يواځې، چې دولت، بلکې ماليه وزارت هم دا کار نه شي کولى.))

نوموړي زياته کړه، چې له “آی ام اف او نړيوال بانک”سره د دولت د شته پاليسو له مخې بايد اريانا شرکت ته سبسايډي ورکړي، څو له ستونزو خلاص او له نورو شرکتونو سره سيالي وکړي.

محمداسحاق سروري وويل، چې حتى بانکونه هم دوى ته پور نه ورکوي.

 هغه زياته کړه، چې د اريانا هوايي شرکت او دولت تر منځ يو لړ ستونزې له تېرو څو کلونو راهيسې شته دي، اوسمهال دولت له دې شرکت څخه ٣٥ميليونه ډالر پوروړى دى، خو دوى  لاهم  دا پيسې نه دې ورکړې او اريانا شرکت تر اوسه په دې برخه کې د دولت له خوا يوه  څرګنده پاليسي نه ده ليدلې.

نوموړي زياته کړه، چې اوسمهال د اريانا هوايي شرکت هند، عربي متحده اماراتو، ترکيې، روسيې، عربستان، کوېټ  او په کور دننه کندهار او هرات ولايتونو ته پروازونه لري.

 خو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وياند حکمت الله قوانچ  ايران ته د  اريانا شرکت د الوتنې په اړه  وويل، چې وزارت ايران ته د اريانا هوايي شرکت د الوتکو د الوتنې په اړه هېڅ ستونزه نه لري، ځکه چې کام اير او څو نور ايراني شرکتونه ايران ته الوتنې لري.

هغه زياته کړه، چې د اريانا هوايي شرکت، چې يو خپلواک رياست دى، د افغانستان دهوايي چلند قانون له مخې د ترانسپورټ وزارت تر لاس لاندې کار کوي، خو هغه وويل:((هر کس ازاد دى، څو د خپلې خوښې وړ شرکت څخه ټکټ واخلي او الوتنه وکړي.))

  نوموړي زياته کړه، چې شته ستونزې په هوايي شرکتونو کې دي، که نه هغوى د ايران هېواد ته د الوت اجازه او حق لري.

  د ترانسپورټ وزارت وياند ددې ټکي په منلو سره چې ايران د ويزې د اجرا لپاره د ايراني شرکت له خوا يو کاغذ غواړي، وويل چې دوى څو ځله د خلکو  له شکايتونو، چې ګڼي د ايران سفارت  د ايراني هوايي شرکتونو د کاغذ له درلودلو پرته ويزه نه ورکوي؛ د بهرنيو چارو وزارت ته راپور ورکړى او څېړل شوې، د بهرنيو چارو وزارت دا موضوع جدي نيولې او دا ستونزې تر يو ځايه حل شوې ده.

 

قوانچ د اريانا شرکت ددې ادعا په ردولو سره، چې تعادل نه شته ، زياته کړه چې په ټولو هېوادونو کې چې پرواز ورڅخه کېږي تعادل شته او هغه ستونزې نه قبلوي، چې افغاني شرکتونه ورسره مخ دي.

هغه وويل، چې ” د پرانېستي اسمان سياست” په افغانستان کې د منلو وړ نه دى او د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت  يې هم نه قبلوي، خو ځينې شرکتونه دې موضوع ته لمن وهي.

هغه زياته کړه، چې په بهرنيو الوتنو کې هر وخت افغاني شرکتونو ته لومړيتوب ورکول کېږي.

 د ترانسپورټ وزارت دغه چارواکي څرګنده کړه، چې د ترکيې په پروازونو کې ډېرى پروازونه افغاني شرکتونو ته ورکول کېږي.

حکمت الله قوانچ يادونه وکړه، چې ځينې هوايي کورني شرکتونه نه شي کولى، چې غوره خدمات وړاندې کړي او قسما يې دغه خدمات معياري هم نه وي او خلک ترې شکايت لري، خو شرکتونه دا ستونزه نه مني.

د ترانسپورټ وزارت وياند وويل، چې د اريانا، صافي او کام اير شرکتونو د لندينګ او پارکنيګ له اړخه نږدې يو ميليارد او ١٧١ ميليون افغانۍ پوروړي دي، چې د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې ور وبښل شول.

قوانچ د اريانا شرکت ادعا، چې دولت يې ٣٥ ميليونه ډالر پوروړى دى، د لا زياتو معلوماتو غوښتنه وکړه، چې په کومو برخو کې دي.

 پژواک په بيا بيا هڅه وکړه، چې د اريانا هوايي شرکت له سوداګريز رييس نظر واخلي، خو ونه توانېد.

د شفيق احمدي په نامه يو ويزه غوښتونکى، چې ايران ته د سفر قصد لري، وايي، چې د ايران سفارت دوه طرفه هوايي ټکټ جبري کړى دى.

نوموړي زياته کړه، چې دايران ويزې داخيستلو لپاره بايد د “آسمان”  په نامه د ايران اړوند شرکت او يا هم د افغانستان د “کام اير” شرکت دوه طرف ټکټ ولرى.

نوموړي د چا د نوم له اخيستلو پرته وويل:(( دلته ټينګار کېږي، چې د ايران هوايي شرکت ټکټ واخلي.)) د ايران د ويزې اخيستلو لپاره.

 د پژواک خبريال د ايران سفارت کونسلۍ ته نږدې دروازه کې مشاهده کړې، چې د ويزې غوښتونکو څخه يوه يې د سفارت امنيتي ساتونکو ته ويلي دي:(( ما د اسمان شرکت دوه طرفه ټکټ اخيستى دى.))

د ايران يو بل ويزه غوښتونکي احمد، پژواک ته وويل، چې خپل پاسپورټ يې د ايران په سفارت کې د ويزې اخيستلو په موخه نوبت ته اېښى او امکان لري، چې نوبت يې نږدې وي.

هغه زياته کړه:(( که له څلورومياشتو وروسته هم مراجعه وکړې، چې چېرته دې قيافه ښه وه او يا دا چې په مصاحبه کې کامياب شوې، ويزه درکوي، که داسې ونه شول، نو نوبت ته يې اچوي، څو څلور مياشتې وروسته مراجعه وکړې.))

 احمد په پيل کې د دوه طرفه ټکټ په اړه وويل، چې د ايران د ويزې اخيستلو لپاره بايد د اسمان هوايي شرکت دوه طرفه ټکټ ولرئ، خو وروسته يې وويل، چې که څوک د کام اير هوايي شرکت دوه طرفه ټکټ هم ولري، نو د ايران ويزه تر لاسه کولى شي.

هغه زياته کړه:(( څوک چې مالي توان ونه لري، په هېڅ صورت ورته ويزه نه ورکول کېږي، يواځې بايد هوايي لاړ شي او راشي.))

امان الله، يو له هغو مسافرو دى، چې نن ( شنبه د وري ٢٣مه) له ايران څخه د اسمان شرکت الوتکه کې راغلى دى. هغه وويل، د کابل څخه په خپل زړه ياست، چې له هر شرکت نه ټکټ اخلى، خو له ايران څخه د راستندو پرمهال جبري ده، چې د اسمان  هوايي شرکت په الوتکو کې را ستانه شئ.

 

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.