ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ خلک په ټاکنو کې پر ګډون وياړي

د بلخ خلک په ټاکنو کې پر ګډون وياړي

author avatar
13 Apr 2014 - 14:28
د بلخ خلک په ټاکنو کې پر ګډون وياړي
author avatar
13 Apr 2014 - 14:28

مزارشريف (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): د بلخ ولايت اوسېدونکي وايي، چې په تېرو ټاکنو کې په رنګ شوې ګوته وېرېدل؛ خو په دغو ټاکنو کې وياړي ، چې خپلې رايې استعمال او ګوتې يې رنګ کړې.

دوی وايي، چې د تېرو ټاکنو په پرتله سږنۍ ټاکنې د امنيت او د خلکو د پراخ ګډون له امله په هر اړخيزه توګه ښې ترسره شوې.

د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون او امنيتي مسوولين هم وايي، چې د تېرو ټاکنو په پرتله په سږنيو ټاکنو کې د دوه برابره خلکو ګډون د وسله والو طالبانو د کړنو پر وړاندې خنډ شوې.

د دغه ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر عزت ارمان د وري په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم وسله والو طالبانو د خلکو د وېرولو هڅې وکړې او ځينو زورواکو له ټاکنو د ناوړه ګټې اخيستو هڅې کولې؛ خو بيا هم په هر اړخيزه توګه په بلخ ولايت کې ټاکنې بريالۍ ترسره شوې.

نوموړي زياته کړه، چې په سږنيو ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون تر ټولو ستر ارزښت و، چې له تېرو ټاکنو سره يې دوه برابر توپير درلود.

د هغه په وينا، په تېرو ټاکنو کې د بلخ۳۵۰زره کسانو برخه اخيستې وه؛ خو په سږنيو ټاکنو کې دوی ۶۳۵زره رايې پاڼې ووېشلې، چې دوی يې د ۶۲۰زره کسانو د حتمي ګډون اټکل کوي.

ارمان همدا راز وويل، چې په تېرو ټاکنو کې له حقوقي او تخنيکي پلوه هم د ټاکنو خپلواک کمېسيون ځينې نيمګړتياوې لرلې؛ چې په سږنيو ټاکنو کې هغه تشې ډکې شوې وې.

نوموړي زياته کړه: ((په تېرو ټاکنو کې د ټاکنو قانون نه و، همدغسې د رنګ په برخه کې هم ستونزه وه، په ډېری سيمو کې رنګ زر له منځه تللی و.))

د هغه په وينا، په پخوانيو او سږنيو ټاکنو کې بل ستر توپير له امنيتي پلوه دی، چې د سږنيو ټاکنو امنيت خورا ښه و او خلکو په ښه توګه په کې ګډون وکړ.

ارمان وويل: ((په تېرو ټاکنو کې هم د وسله والو طالبانو له خوا امنيت خراب و او هم په ټاکنو کې د سيمه ييزو زورواکو لاسوهنې پراخې وې.))

نوموړي زياته کړه، چې په تېرو ټاکنو کې د بلخ ولايت په چمتال او چاربولک ولسواليو کې د ټاکنو ترسره کېدل د نشت برابر و او په همدې سيمو کې دوی ته مرګ ژوبله او د تخنيکي زيان هم واوښت.

د هغه په وينا، په چمتال ولسوالۍ کې د دوی درې ساتونکي ووژل شول، درې کارکوونکي يې د وسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول او همداراز يو موټر ټاکنيزو توکو ته اور ورته کړای شو.

ارمان وويل، چې په تېرو ټاکنو کې له ۳۱۹ ټاکنيزو مرکزونو څخه ۳۱ يې له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ و، چې د ټاکنو په ورځ پنځه مرکزونه په بشپړه توګه بند پاتې شول او په ډېرو سيمو کې د پراخې درغليو له امله د ټاکنو روڼتيا له پوښتنې سره مخ شوه.

نوموړي زياته کړه، خو سږنۍ ټاکنو کې له دغه ډول ستونزو سره مخ نه شول.

د هغه په وينا، په دغو ټاکنو کې په داسې سيمو کې هم په پراخه توګه خلکو په ټاکنو کې برخه واخيسته، چې په تېرو ټاکنو کې يې سيمه له لوړ امنيتي ګواښ سره مخ وه او هېڅ مرکز په کې پرانيستی نه و.

د بلخ ولايت اوسېدونکي هم وايي، چې د تېرو ټاکنو په پرتله سږنۍ ټاکنې خورا په امنيت کې تېرې شوې او ډېرو خلکو په کې ګډون وکړ.

د چمتال ولسوالۍ د نوښار کلي اوسېدونکي محمدجعفر پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو ټاکنو کې دوی سيمه د وسلوالو طالبانو په ولکه کې وه.

نوموړي زياته کړه، چې سږ کال دوی په خپله سيمه کې ټاکنيز مرکز درلود او زيات شمېر خلکو په ټاکنو کې برخه واخيسته او خپله رايه يې وکاروله.

د هغه په وينا، په تېرو ټاکنو کې رنګ شوې ګوته خلکو له وېرې پټوله خو په دې ټاکنو کې رنګ شوې ګوتې باندې د دې سيمې ځوانان وياړي.

جعفر د ټاکنو په ښه ترسره کېدو کې د ټاکنو کمېسيون تر څنګ له امنيتي ارګانونو مننه وکړه، چې په ښه توګه يې امنيت نيولی و.

د بلخ ولايت امنيتي مسوولين هم وايي، چې د تېرو ټاکنو په پرتله د سږنيو ټاکنو امنيت خورا ډاډمن و.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژواک ته وويل، چې په اوسنيو ټاکنو کې د ډاډمن امنيت بېلابېل لاملونه دي.

ده زياته کړه: ((د امنيتي ارګانونو مسلکيتوب او تجهيز، د وسله والو طالبانو کمزوري کېدل او د عامو خلکو د سياسي شعور لوړتيا هغه لاملونه دي، چې ټاکنې په امن کې ترسره شوې.))

د هغه په وينا، په تېرو ټاکنو کې د ولايت په ډېری سيمو کې امنيت ډاډمن نه و، خو په سږنيو ټاکنو کې په ټولو ۳۱۹ ټاکنيزو مرکزونو کې ټاکنې په امن کې تر سره شوې.

قادري وويل، چې په تېرو ټاکنو کې د بلخ ولايت ځينې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له خوا د سړک د غاړې په بمونو پوښل شوې وې، چې په اوسنيو ټاکنو کې دښمن ته دا وخت ورنه کړل شول، چې په سيمه کې بمونه ځای پر ځای کړي.

د ټاکنو کمېسيون مسوول ارمان وايي، چې په تېرو ټاکنو کې د زورواکو د لاسوهنې له امله پراخه درغلي وشوه، چې له امله د دغه ولايت ۹۰ محلونه د قرنطين لپاره وړاندې شول.

نوموړي زياته کړه، چې په دې ټاکنو کې که څه هم د درغلۍ او د زورواکو لاسوهنه نه ردوي؛ خو د تېرو ټاکنو په پرتله خورا کمه وه.

د هغه په وينا، په اوسنيو ټاکنو کې دوی د ټاکنو مرکزي دفتر ته يوازې د ۱۷ محلونو د قرنطين وړانديز کړی دی.

خو د بلخ ولايت ځينې اوسېدونکي بيا وايي، چې د ټاکنو کمېسيون بايد د ټول هېواد په کچه په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون درناوی وکړي او په ټاکنو کې په شمېرلو او پايلو کې د هر ډول لاسوهنې مخه ونيسي.

د بلخ پوهنتون محصل احمد جاويد پژواک ته وويل، چې هېچا هم دا تصور نه شو کولی، چې افغانان به په دومره پراخه کچه په ټاکنو کې برخه واخلي.

نوموړي زياته کړه، چې له ټاکنو مخکې د ناامنۍ اندېښنې وې، د ټاکنو په ورځ موسم باراني و؛ خو بيا هم افغانانو په ټاکنو کې د سياسي بدلون په موخه برخه واخيسته.

د هغه په وينا، اوس افغانان پوه شوي او د ټاکنو ارزښت يې درک کړی دی؛ که چېرې د ټاکنو پايلې د خلکو د رايو، استازيتوب ونه کړي؛ نو له پر ټاکنو به د خلکو باور بېرته خام شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.