ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ټاکنو يو ساحوي ناظم تر تښتولو وروسته وهل شوى

د ټاکنو يو ساحوي ناظم تر تښتولو وروسته وهل شوى

author avatar
13 Apr 2014 - 16:32
د ټاکنو يو ساحوي ناظم تر تښتولو وروسته وهل شوى
author avatar
13 Apr 2014 - 16:32

کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): ناپېژانده وسله والو په خوست ولايت د ټاکنو يو ساحوي ناظم تر تښتولو وروسته سخت وهلى ډبولى دى.

دغه ساحوي ناظم علي ګل نومېږي، چې په لمر نيازي مشهور دی، پخوا يې له يو شمېر رسنيو سره د خبريال په توګه کار کاوه، په دې وروستيو کې يې ازاده خبريالي کوله او د ټاکنو په ورځ د خوست په باک ولسوالۍ کې د ساحوي ناظم په توګه دنده ترسره کوله.

نوموړی د وري په ٢٤مه په خوست ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې تېره ورځ د خوست له ښاره يو شمېر وسله والو کسانو، چې مخونه يې لوڅ وو، د مرکز اړوند د پنزايې کلي ته په زور بيولى او هلته يې وهلی او ډبولی دی.

لمر نيازي زياته کړه، چې دغو کسانو نوموړی او د ده د کورنۍ غړي يې په مرګ وګواښل او دغه راز يې له نوموړي څخه يو څه اندازه پيسې او ټيلېفون هم اخيستى دى.

نوموړي وويل، چې په دغو وسله والو کې يو هغه ناظر هم شامل دی، چې د ټاکنو په ورځ يې د باک ولسوالۍ د شکرخېلو په حوزه کې د ټاکنو نظارت کاوه.

لمر نيازي وويل، دغه ناظر ورته ويلي، چې د ټاکنو په ورځ يې ده ته مزاحمت وکړ، نو ځکه يې دی وتښتاوه او ويې واهه.

نوموړي زياته کړه، چې د وسله والو له ډلې دوو کسانو د ده د وژلو هڅه وکړه، خو هغو نورو ملګرو يې بيا مخالفت وکړ او راخوشی يې کړ.

نوموړي وويل، چې دغه موضوع يې د خوست له امنيتي ارګانونو او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون سره شريکه کړې ده.

نيازي غوښتنه کوي، چې امنيتي ځواکونه دې په دې اړه جدي پلټنې وکړي، تر څو معلومه شي، چې دغه وسله واله ډله له چا سره اړيکې لري.

د خوست د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې پژواک ته وويل، چې تر اوسه د دې پېښې په اړه دوی کوم رسمي راپور نه دی ترلاسه کړی.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د ټاکنو د خپلواک کمېسيون نظر هم واخلي، خو له پرله پسې هڅو سره سره بريالى نه شو.

بلخوا په کابل کې د ژورنالېستانو د ملي ټولنې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ټولنې دوه غړي په خوست او پکتيا کې ډبول شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې په خوست کې د دوى يو غړى لمر د وسله والو له خوا او زمرى کامران په پکتيا ولايت کې وهل شوي دي.

يادې ټولنې د دغو خبريالانو وهل ډبول پر کلکو ټکو غندلي او له امنيتي ارګانونو يې غوښتي چې د دغو پېښو کلکه پلټنه وکړي.

د يو بل خبر له مخې، نن په ننګرهار ولايت کې د ژوندون تلويزيون خبريال زيار خان د عامه نظم د پوليسو له خوا ډبول شوى دى.

د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن په جلال اباد ښار کې په يوه غونډه کې د ګډون لپاره له ياد خبريال سره ناوړه سلوک شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې د عامه نظم پوليسو نه يواځې ياد خبريال وهلى، بلکې سپکې سپورې يې هم ورته ويلې دي.

د يادې کمېټې د ننګرهار مسوول ببرک مياخېل ويلي، دغه پېښه نن سهار هغه مهال رامنځته شوې چې زيار خان ياد د ځوانانو امريت ته د يوې غونډې د پوښښ لپاره روان و.

هغه زياته کړې، د ولايت مقام مخې ته ولاړو پوليسو چې په عامه نظم پورې اړوند دي هغه درولى او د کارت پوښتنه يې کړې، هغه ورته کارت ښودلى، خو بيا يې هم ورسره ناوړه چلند کړى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزى وايي، چې والي په دې اړه د عامه نظم د پوليسو له قوماندان سره خبرې کړې او دا پېښه به په جدي توګه څېړل کېږي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.