فراه ( پژواک ٢٤ ورى ٩٣): د فراه په مرکز کې د يو عرب سوداګر په څه باندې ٨٢٣ زره امريکايي ډالرو مرسته جامع جومات جوړيږي.
دغه جومات د فراه ښار په لومړۍ ناحيه کې د فراه د مرکزي اوسني جامع جومات پر ځاى جوړيږي او د بنسټ ډبره يې نن د فراه د والي محمدعمر شېرزاد ، د ياد شوي عرب سوداګر شيخ علي د استازي شاهد جواد او ددې ولايت د علماوو د شورا د رييس له خوا کېښودل شوه.
د فراه والي وويل، چې دغه جومات به د يو کال په موده کې پر ١٦٢٤ متره مربع ځمکه په دوو پوړونو کې په عصري ډول جوړ شي.
د دې جومات خطيب حاجي عبدالمومن وويل، چې په اوسني جومات کې ١٠٠٠ تنه ځاييږي ، خو په نوي جوړېدونکي جومات کې به ٣٠٠٠ لمونځ کوونکي ځاى شي .
ده د دې پروژې له تمويل کوونکي مننه وکړه او ويې ويل ، چې اوسنى جومات په ١٣٠٩ کال کې جوړ شوى او ودانۍ يې ډېره زړه ده .
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن