کابل (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): د ټاکنو کمېسيون وايي، د ټاکنو قسمي پايلې ښيي چې ډاکټر عبدالله عبدالله د ٤١،٩ او ډاکټر اشرف غني احمدزى د ٣٧،٦ سلنه رايو په لرلو سره تر نورو کانديدانو مخکې دي.
د دغه کمېسيون چارواکي وايي چې تر اوسه يې په ټاکنو کې له کارېدلو رايو ١٠ سلنه چې ٥٠٦٨٤٣ رايې کېږي، شمېرلې دي.
د ټاکنو کمېسيون رييس احمديوسف نورستاني، نن په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل چې شمېرل شوې رايې د افغانستان په څلورو زونونو کې د ٢٦ ولايتونو اړوند دي.
د نورستاني په خبره، د ټولو ١٠ سلنه رايو له ډلې، ډاکټر عبدالله عبدالله د ٢١٢٣١٢ رايو يا د ټولو رايو د ٤١،٩ سلنې په لرلو، د کانديدانو په سر کې دى.
ورپسې ډاکټر اشرف غني احمدزى دى، چې د ١٩٠٥٦١ رايو يا د ټولو رايو ٣٧،٦ سلنه رايې اخيستې دي.
همدا ډول ډاکټر زلمى رسول د ٤٩٨٢١ رايو (٩،٨ سلنه) په لرلو سره درېيم او استاد عبدرب الرسول سياف څلورم کانديد دى چې د ٢٥٦٧٩ رايو يا (٥،١ سلنه) په لرلو سره له پاتې څلورو کانديدانو مخکې دى.
د نورستاني د معلوماتو له مخې، قطب الدين هلال ١٣٥٣٦ يا (٢،٧سلنه) رايې اخيستې دي. محمد شفيق ګل اغا شېرزي ١١١٣٢ يا (٢،٢سلنه) رايې اخيستې ده.
همداراز داود سلطان زوى د ٢٤٤٢ رايو په لرلو سره چې د ټولو رايو ٠،٥ سلنه کېږي، په اووم نمبر کې دى او وروستى کانديد هدايت امين ارسلا دى چې ١٣٦٠ رايې يا (٠،٣سلنه) رايې يې اخيستې دي.
د افغانستان د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د روانې وري مياشتې په ١٦مه نېټه ترسره شوې، چې د ټاکنو کمېسيون د اټکل له مخې په کې تر اوو ميليونو ډېرو خلکو برخه اخيستې وه.
د ټاکنو کمېسيون چارواکي وايي چې تر اوسه له ټولو ٣٤ ولايتونو څخه ٨٥ سلنه د رايو د پايلو فورمې د ټاکنو مرکزي دفتر ته رسېدلې دي.
ټاکل شوې وه د ولسمشرۍ د ټاکنو قسمي پايلې پرون د ټاکنو کمېسيون له خوا اعلان شي، خو د دغه کمېسيون چارواکو له څو ساعته پټو خبرو وروسته له کوم دليل وړاندې کولو پرته، نن ورځې ته وځنډوله.
د يادولو ده چې تر ټاکنو وروسته، په ټاکنو کې د درغليو او سرغړونو په اړه لسګونه عکسونه، ويډيوګانې او نورو معلومات په ټوليزو رسنيو فيسبوک او ټويټر کې خپاره شوي دي، چې د رايې ورکونې په ځينو مرکزونو کې پراخې درغلۍ څرګندوي.
که څه هم د دغو مرکزونو کره موقعيت لا نه دى څرګند، خو د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکو ژمنه کړې چې ارومرو به پاکې رايې له ناپاکو بېلوي.
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وايي، په ټاکنو کې د درغلۍ په تړاو يې تېره اونۍ ٣٢٧٤ شکايتونه ثبت کړي، چې ١٨٩٢ يې په ليکلي او مستند ډول او پاتې ١٣٨٢ نور د ټيلېفون له لارې ور رسېدلي دي.
د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون وياند او منشي محمد نادر محسني نن په يوه خبري کنفرانس کې وويل، چې ٨٧٠ شکايتونه په لومړۍ کټګورۍ کې دي چې کولى شي د ټاکنو پر پايلو اغېز وغورځوي.
محسني وويل، چې دغه کمېسيون په ټول افغانستان کې ٧٥ شکايتونه څېړلي او په اړه يې پرېکړه صادره کړې ده.
د ده د معلوماتو له مخې، د رسمي شکايتونو له ډلې ٣٣٨ شکايتونه د ولسمشرۍ د کانديدانو، ٥٣٧ د ولايتي شوراګانو د کانديدانو او ١٠١٧ د ټاکنو کمېسيون د کار کوونکو په اړه دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن