جلال اباد (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): په لغمان ولايت کې د ١٧ کيلومتره سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د دغه ولايت د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سړک په دولت شاه ولسوالۍ کې جوړېږي.
هغه زياته کړه چې سړک د ولسوالۍ له مرکز څخه پيل او د فراشغان درې تر منګلپور سيمې پورې غځېدلى چې ١٧ کيلومتره اوږدوالى او درى نيم متره سور لري.
د ځواک په وينا، پر ياد سړک څه باندې ٥٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي، چې د کليو پراختيا وزارت تر چتر لاندې د نړيوال بانک په مرسته جوړېږي.
د والي وياند وويل، چې دغه سړک جغل اندازي کېږي او په اوږدو کې يې د ۱۲ مترو په اوږدوالي يو پول، ۳ واشونه، ۸۷ پلچکونه او ۶۳۳ متره استنادي دېوال هم په پاخه او اساسي دول جوړېږي.
دى وايي چې له دغه سړکه د يادې ولسوالۍ د ١٨ کليو ١٢٠٠ کورنۍ ګټه پورته کوي.
د دولتشاه ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي نذير پژواک اژانس ته وويل، چې د سړک د خرابوالي له امله دوى له ډېرو ستونزو سره مخ وو.
د هغه په وينا، دوى تر اوسه نه شي کولى چې خپل عاجل ناروغان د ولسوالۍ او يا هم د ولايت مرکز مهترلام ته پر وخت ورسوي او د دغه سړک په جوړېدو سره به يې دا ستونزه هواره شي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن