ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې کوکنار ډېر کرل شوي

په کندهار کې کوکنار ډېر کرل شوي

author avatar
13 Apr 2014 - 16:11
په کندهار کې کوکنار ډېر کرل شوي
author avatar
13 Apr 2014 - 16:11

کندهار (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): د کندهار ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست مسوولين وايي، چې په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله په پراخه کچه کوکنار کرل شوي، چې ډېر ژر به يې د اړولو کمپاين پيل شي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس ګل محمد شکران د وري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ډېر کوکنار د کندهار په ناامنو سيمو کې او لږه اندازه يې د دولت په تر واک لاندې سيمو کې کرل شوي دي.

هغه زياته کړه، که څه هم د کرل شوو کوکنارو د کچې د معلومولو کار د (UNODC) ادارې په غاړه دى او هغوى لا هم په دې اړه خپله سروې نه ده بشپړه کړې، خو داسې ښکاري چې د تېر په پرتله سږ کال د کوکنارو د کرلو کچه لوړه شوې ده.

خو هغه خوښي وښوده چې د دغه ولايت په ځينو سړو سيمو کې ږليو او باران د کوکنارو کښتونه زيانمن کړي دي، خو په ګرمسېر سيمو کې به يې هغوى له منځه يوسي.

نوموړي ژېړۍ، پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ هغه ولسوالۍ يادې کړې چې تر ټولو زيات کوکنار په کې کرل شوي دي.

شکران وايي، د نورو په نسبت ډېر کوکنار په ميوند ولسوالۍ کې پر دولتي ځمکو کرل شوي، چې د زورمندانو، مافيايي کړيو او د وسله والو مخالفينو سره تړاو لرونکو غصب کړې او بيا يې ورباندې کوکنار کرلي دي.

خو هغه خبر ورکړ، چې د کوکنار د اړولو د کمپاين د پيلولو پلان جوړ شوى او ډېر ژر به نه يواځې د کوکنارول اړول پيل کړي، بلکې هغه ځمکې به هغه له غصبه خلاصې کړي، چې کوکنار پرې کرل شوي دي.

بلخوا د پنجوايي ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزى هم وايي، چې د دې ولسوالۍ په لرې پرتو سيمو کې کوکنار کرل شوي او هغوى يې د اړولو د کمپاين لپاره بشپړ چمتووالى لري.

د نوموړي په وينا، که څه هم د کوکنارو له کرلو وړاندې يې د ولسوالۍ د قومي مشرانو، ملا امامانو او نورو له لارې خلکو ته د کوکنارو د نه کرلو خبردارى ورکړى و، خو بيا هم خلکو دغه بوټى کرلى دى.

ولسوال وايي، په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو د کرلو لوى لاملونه د اوبو د کانالونو خرابېدل، د کروندګرو روا محصولاتو د بازار نشتوالى او د هغوى اقتصادي ضعف دى.

په کندهار ولايت کې په داسې حال کې په پراخه کچه د کوکنارو د کرلو خبر ورکول کېږي، چې د دغو توکو د مخنيوي لپاره د فوډ زون په نوم پروګرام پيل شوى دى.

چارواکي وايي، په ځينو ولسواليو کې د دغه پروګرام مقدماتي کارونه پيل شوي، چې په کې د پرمختيايي پروژو پلي کول، د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخنيوى، کروندګرو ته د روا کښت زمينه برابرول، د نشه يي توکو د ناوړه پايلو په اړه د عامه پوهاوي زياتول او نور شامل دي.

فوډ زون پروګرام په کندهار ولايت کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه پلان شوى، چې دوه کاله په بر کې نيسي او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAID له خوا تمويلېږي او ٢٠ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مباررې رييس وايي، چې تر اوسه د فوډ زون پروګرام په لومړيو پړاوونو کې دى، که د دغه پروګرام له لارې د خلکو له غوښتنې او اړتيا سره سم پروژې طرحه او عملي شي نو امکان شته چې د کوکنارو د کرکيلې کچه ورسره راټيټه شي.

د کندهار ولايت د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې ځکه يې پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي چې دولتي ورسره مرستې نه دي کړې، د تېلو بيې لوړې دي او روا کښتونه يې وړ مارکېټ نه لري.

د شاوليکوټ ولسوالۍ يوه کروندګر محمد ګل وايي، چې هغوى هم د کوکنارو په کرلو خوښ نه دي، خو که دولت غواړي چې د دغه کښت مخه ونيسي، نو د فوډ زون پروګرام له لارې دې د هغوى د اوبو ستونزه حل کړي او روا محصولاتو ته دې يې بازار پيدا کړي.

همدا اوس د کندهار تر څنګ په هلمند کې هم د کوکنارو کښتونه حاصل ورکول ته نږدې شوي او هره ورځ له بېلابېلو ولايتونو او د ډيورنډ له هغې غاړې کوېټې څخه زرګونه کسان د کوکنارو د نېښ وهلو لپاره را روان دي.

د خلکو په باور ډېر مهال د دغو نېښ وهونکو په منځ کې د دولت وسله وال مخالفين هم شامل وي، چې د نېښ تر خلاصېدو وروسته جګړو ته مخه کوي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.