ښرنه (پژواک ٢٤ ورى ٩٣): په پکتيکا ولايت کې د يوې چاودنې له امله څلورو کوچيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونمل نثاراحمد عبدالرحيم د وري په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه پېښه تېره ورځ د ګومل ولسوالۍ اړوند سيمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې د کوچيانو يوې کورنۍ غوښتل له پاکستان څخه افغانستان ته راشي.
نوموړي وويل، دغه ماين چې د کوچيانو تراکتور پرې برابر شوى، د وسله والو مخالفينو له لوري ځاى پر ځاى شوى و.
د امنيت امر وايي، چې په دې چاودنه کې يو کوچى وژل شوى او درې نور ټپيان دي.
د ښرني د ملکي روغتون يوه سرچينه وايي، چې ټپيان او وژل شوی تن له پېښې وروسته روغتون ته ور وړل شوي دي، خو زياتوي چې د ټپيانو ټپونه ژور نه دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن