ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې ځانمرګى نيول شوى

اروزګان کې ځانمرګى نيول شوى

author avatar
14 Apr 2014 - 16:35
اروزګان کې ځانمرګى نيول شوى
author avatar
14 Apr 2014 - 16:35

کابل (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): د ملي امنيت لوى رياست وايي، چې په اروزګان ولايت کې يې يو ځانمرګى له بريده وړاندې نيولى دى.

له دغه رياست څخه نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، ياد بريدګر غوښتل، چې د اروزګان د مرکز ترينکوټ په يوه ګڼه ګوڼه سيمه کې د کرولا موټر په وسيله، چې چاودېدونکي توکي په کې ځاى پر ځاى شوي وو، ځانمرګى بريد ترسره کړي.

خبرپاڼه زياتوي، د ملي امنيت منسوبينو نوموړى، موخې ته له رسېدو وړاندې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې ونيو.

خو سرچينې د ياد تن د نيولو کره ځاى او نېټه نه ده په ډاګه کړې.

د ملي امنيت رياست دغه راز وايي، چې منسوبينو يې په کاپيسا ولايت کې د وسلو او مهماتو يوه زېرمه کشف کړې ده.

خبرپاڼه کاږي، دغه زېرمه د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ د قاضي خېلو په کلي کې کشف شوې، چې په ترڅ کې يې ٦ کلاشينکوفونه، يو ار پي جي٧ راکټ انداز له اووه فيره مرميو، يو امريکايي ډوله ټوپک (M16) او يوه تومانچه ترلاسه کړې دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.