ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د رايې ورکونې مرکزونو د پايلو ٩٤،٤ سلنه پاڼې مرکز ته رسېدلي

د رايې ورکونې مرکزونو د پايلو ٩٤،٤ سلنه پاڼې مرکز ته رسېدلي

author avatar
14 Apr 2014 - 19:48
د رايې ورکونې مرکزونو د پايلو ٩٤،٤ سلنه پاڼې مرکز ته رسېدلي
author avatar
14 Apr 2014 - 19:48

 کابل (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): د ټاکنو د پايلې راټولونې مرکز ته له ټول هېواده د ټاکنو د پايلو څه دپاسه ٩٤ سلنه پاڼې رارسېدلې او د رايې ورکونې د مرکزونو ټول اړين توکي ولايتي دفترونو ته وړل شوي او تر سخت امنيتي څار لاندې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند نورمحمد نور، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د رايې ورکونې د مرکزونو د پايلو ٩٤،٤ سلنه پاڼې په کابل کې د دغه کمېسيون د پايلو د راټولنې مرکز ته رارسېدلې او ټاکل شوې، چې د ٧ پړاوونو له تېرولو وروسته، په سيسټم کې شاملې شي.

نوموړي، ياد اووه پړاوونه مشخص نه کړل.

هغه وويل، چې د رايې ورکونې مرکزونو ته لېږدول شوي ټول اړين توکي، پرون يو ځل بيا د ټاکنو کمېسيون ولايتي دفترونو ته سل په سلو کې لېږدول شوي او تر سخت امنيتي څار لاندې دي، ترڅو په بشپړ ډول د کمېسيون مرکزي دفتر ته راولېږدول شي.

نور، د ټاکنو پروسې د پړاوونو په عملي کولو کې ياد کمېسيون مخکې وباله او ويې ويل، چې د غويي مياشتې تر څلورمې نېټې پورې به قسمي رايې، د غويي په ٤مه به لومړنۍ او د يادې مياشتې په ٢٤مه به د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړي.

 د ټاکنو کمېسيون پرون د ولسمشرۍ ټاکنو لس سلنه قسمي رايې اعلان کړې. يادې لس سلنه رايې د هېواد د ٢٦ ولايتونو رايې وې، چې د بدخشان، بغلان، غور، ميدان وردګ، غزني، نورستان، دايکنډي او پکتيکا ولايتونه په کې نه دي شامل.

 د لس سلنې قسمي رايې له مخې، ډاکټر عبدالله د ٤١،٩ سلنه رايې په درلودو سره لومړى، ډاکټر اشرف غني احمدزي د ٣٧،٦ رايې په لرلو سره دوهم او ډاکټر زلمي رسول د ٩،٨ رايې په لاسته راوړلو سره درېيم مقام خپل کړى دى.

 همدارنګه عبد رب الرسول سياف ٥،١ سلنه، قطب الدين هلال ٢،٧ سلنه، ګل اغا شېرزي ٢،٢ سلنه، داوود سلطانزوى ٠،٥ سلنه، هدايت امين ارسلا ٠،٣ سلنه رايه ترلاسه کړې ده.

 د ټاکنو د دې قسمي پايلو  له اعلانولو وروسته زلمي رسول، سياف، هلال، شېرزي، سلطانزوى او ارسلا په يوه ګډه اعلاميه کې، يادې پايلې د نه منلو وړ وبللې او ويې ويل، چې پايلې بايد د شکايتونو له څېړلو وروسته اعلان شوې وى.

د ټاکنو خپلواک وياند هم په نننۍ خبري ناسته کې وويل، چې يادې پايلې د بدلون وړ دي، ځکه په يادو لسو سلنو قسمي رايو کې اصلي رايې د درغلۍ تر رايو نه دي جلا شوي.

خو نوموړي زياته کړه: “کمېسيون د پايلو د اعلان په اړه د قانون له مخې اقدام کړى او تصميم لرو، چې حق حقدار ته وسپارو… د اعلان شويو پايلو په اړه څېړنې نه دي بشپړې شوي.”

نوموړي همدارنګه وويل، چې کمېسيون په دې وروستيو کې د ټاکنو درغلۍ او سرغړونو د مخنيوي په موخه يوه ١١ ماده يي طرحه تصويب کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې، د ولسمشرۍ کانديد بايد د خپلې موخې ترلاسه کولو لپاره ٥٠+١ سلنه رايه ترلاسه کړي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون د اټکل له مخې، د وري مياشتې د ١٦مې نېټې په ټاکنو کې له ٧ ميليونو څخه زياتو کسانو ګډون درلود.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.