ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه ځانمرګي په ګډون اوه تنه ووژل شول

د يوه ځانمرګي په ګډون اوه تنه ووژل شول

author avatar
14 Apr 2014 - 16:29
د يوه ځانمرګي په ګډون اوه تنه ووژل شول
author avatar
14 Apr 2014 - 16:29

کندوز-ميمنه (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): امنيتي ځواکونه په کندوز کې د شپږو وسله والو او په فارياب ولايت کې د يوه شکمن ځانمرګي د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا شپږ وسله والو مخالفين تېر ماښام د کندوز د مرکز په توبره کش ساحه کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوه پوسته د بريد پر مهال ووژل شول.

هغه زياته کړه، چې د ملاخضر په نامه يو طالب قوماندان هم په وژل شوو کې شامل دى.

حسيني وايي، چې دوه نور وسله والو مخالفين هم نيول شوي او شپږ ميله کلاشينکوفونه ترې ترلاسه شوي، خو پوليسو ته زيان نه دى رسېدلى.

په فارياب کې ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا وياند جګړن محمدرضا رضا وويل، يوه ځانمرګي غوښتل، چې په شېرين تګاب ولسوالۍ کې ځايي چارواکي په نښه کړي، خو له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ يې موخې ته تر رسېدو وړاندې وچاودېد او خپله هم په کې له منځته ولاړ.

د شېرين تګاب ولسوالۍ يوه مدني فعال قلندر هم وويل، چې د دغه ځانمرګي واسکټ په تپه کلا کلي کې د هغه په کور کې چاودېدلى اوله امله يې مړى ډېر خراب شوى دى.

د شېرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک دا کس ١٨کلن بولي چې نوم يې د ده په وينا ايماق دى، خو ويې ويل، هغه پلان درلود، څو خپل پرلاس جوړ کړي ماين ته د ولسوالۍ په له ګڼې ګوڼې ډک بازار کې چاودنه ورکړي، خو ماين يې تېره شپه په کور کې چاودلى او خپله په کې وژل شوى دى.

وسله والو مخالفينو تر اوسه د کندوز او فارياب ولايت د پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.