کابل (پژواک ٢٥ ورى ٩٣): حکومت په متحده عربي اماراتو کې، د طالبانو د رهبرۍ شورا د پخواني غړي معتصم اغا جان، چې د افغان دولت او طالبانو تر منځ په خبرو کې يې هم مهم رول درلود، لادرک کېدل منلي دي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني وايي، چې د طالبانو دغه پخوانى چارواکى له يوې مودې راهيسې په متحده عربي امارتو کې لادرکه دى.
مستغني په نننۍ خبري ناسته کې وويل، د دې لپاره چې معتصم اغاجان د افغانستان د سولې په پروسه کې فعاله ونډه درلوده، افغان دولت هڅه کوي، چې د اماراتو له لوړ پوړو چارواکو سره په ليدنه کې، د هغه د برخليک د روښانېدو په اړه ګام پورته کړي.
هغه زياته کړه، چې افغان دولت د اماراتو له چارواکو سره اړيکه نيولې او هڅه کوي، چې د ياد طالب چارواکي برخليک معلوم کړي، خو له بده مرغه تر دې مهاله په دې اړه کوم جزئيات نه دي تر لاسه شوي.
تېر کال د سلواغې مياشتې په وروستيو کې د طالبانو د سياسي کمېټې پخواني مشر معتصم اغا جان په مشرۍ د طالبانو يو شمېر چارواکو او د سولې عالي شورا د استازو په ګډون، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې يوه ناسته تره سره شوه.
د طالبانو دغې ډلې ويلي و، چې د پاکستاني طالبانو په څېر افغاني طالبان هم بايد له خپل دولت سره د سولې راوستو لپاره د خبرو مېز ته کينې.
خو له ناستې وروسته، کوېټه ښار کې د طالبانو مرکزي شورا وياند د اعلاميې په خپرولو سره ويلي و، چې د دې ناستې ګډونوال د يادې ډلې استازي نه دي او د هغوى پرېکړه هم ورته د منلو وړ نه ده.
بلخو د سولې عالي شورا په دې وروستيو کې ويلي و، چې ډېر ژر به د معتصم اغا جان په مشرۍ د طالبانو له مشرانو سره د سولې خبرو دويم پړاو پيل کړي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک په اړه وويل: ” موږ هيله مند يو چې د دې سند لاسليک ته شرايط مساعد شي.”
هغه زياته کړه، چې افغانستان تر دې مهاله پر خپلو شرايطو ټينګ ولاړ دى، که دا شرايط ومنل شي ، نو د سند په لاسليک کې کوم خنډ نشته دى.
خو امريکايي چارواکو ويلي، چې امنيتي سند به د افغانستان له نوي حکومت سره لاسليک کړي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن