ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حامد کرزي په خوست د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد غندنه وکړه

حامد کرزي په خوست د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد غندنه وکړه

author avatar
15 Apr 2014 - 19:17
حامد کرزي په خوست د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد غندنه وکړه
author avatar
15 Apr 2014 - 19:17

کابل(پژواک ٢٦ورى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي په خوست کې د امریکایي ځواکونو هغه هوایي برید چې له امله یې د یوې ښځې په شمول درې تنه ملکي وګړي وژل شوي و، په کلکه غندلى دى.

دغه مطلب په هغه خبر پاڼه کې راغلى دى چې د وري په ٢٦مه له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته راستول شوې ده.

سرچينه وايي، د خوست د والي د دفتر د لومړنیو معلوماتو له مخې د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې چې تېره شپه د دغه ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د میرګوړي په سیمه کې ترسره شو، یوه ښځه او د هغې دوه کوچني زامن وژل شوي او خاوند یې ټپي شوی دی.

سرچينه ليکي، چې ولسمشر حامد کرزي د غه برید د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو توافقاتو پرخلاف څرګنده سرغړونه وبللي ده او هغه یې په سختو ټکو کې يې محکوم کړى دى.

د سرچينې ترمخه، ولسمشر حامدکرزي د خوست له والي عبدالجبار نعیمي او د هېواد له امنیتي چارواکو سره ټيلیفوني خبرې وکړې او د دغه برید د څیړنې لپاره یې هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې.

دغه رازولسمشر کرزي د وژل شويو کسانو کورنۍ ته د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کړل او ټپي ته يې د لوی خدای له دربار څخه د سملاسي روغتیا هیله وکړه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.