کابل (پژواک ٢٦ ورى ٩٣ ) : د فوايد عامې وزارت مرستيال نن سهار په کابل ښار کې د ناپېژاندو وسله والو له خوا وتښتول شو .
د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند حشمت الله ستانکزي د وري په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ياد وزارت مرستيال انجنير احمد شاه وحيد نن سهار د کابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې له مربوطاتو څخه د وسله والو له خوا تښتول شوى دى.
هغه زياته کړه، چې نن سهار شاوخوا اوه بجې د کابل دخيرخانې له ٣١٥ سيمې څخه ددندې پر لوري روان و، چې د وسله والو تر بريد لاندې راغى.
د ستانکزي په وينا، په دې بريد کې د هغه موټر چلوونکى ټپي شوى دى.
دى وايي، چې پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن