ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي ټاکنو کې د ‘درغلۍ’ هڅه کړې

author avatar
15 Apr 2014 - 17:35
author avatar
15 Apr 2014 - 17:35

کابل (پژواک،٢٦ورى٩٣): يو غږيز کلېپ ښيي ، چې د ولسي جرګې غړي، کمال ناصر اصولي هڅه کړې د خوست ولايت د ټاکنو يو کارکوونکى علي ګل لمر نيازى راضي کړي، ترڅو دده د خوښې کانديد په ګټه د وري ١٦ مې په ټاکنو کې درغلۍ ته لاره هواره کړي.

پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوى، غږېز کلېپ څرګندوي ، چې کمال ناصر اصولي د ټاکنو له دغه کارکوونکي سره په ټاکنو کې د درغلۍ کولو پر سر خبرې کوي او هڅه کوي ، چې نيازى راضي کړي، ترڅو د ټاکنو په ورځ دده د خوښې کانديد په ګټه فعاليت وکړي.

نيازى چې په خوست ولايت کې آزاد خبريال هم دى، د ټاکنو پرمهال د خوست په باک ولسوالۍ کې د ټاکنو کمېسيون د ساحوي ناظم په توګه دنده لرله، چې د تېرې شنبې ورځ د وسله والو کسانو له لوري تښتول شوى او وهل شوى وو.

په کلېپ کې د خبرو له جريان څخه ثابتېږي، چې له ټاکنو درې ورځې مخکې (سه شنبه) شوې دي. نيازى وايي دا چې اصلي نوم يې علي ګل دى، نو د ولسي جرګې غړي نه دى پېژندلى او په همدې اطمينان يې ورته په ټاکنو کې د درغلۍ کولو خبره غبرګه کړه.

د اصولي او نيازي ترمنځ ددغو خبرو غږ پر انټرنټ هم خپور شوى، چې د نيازي په وينا، دده د تښتونې او وهلو ډبولو لامل شو. نيازي وويل: “دغه غږيز کلېپ په دې موخه ثبت شوى وو، چې که غټ چارواکي د تقلب هڅه کوي، بايد افشا شي، همدغه وجه وه، چې د شنبې ورځ زه د همدې کلېپ پر سر باندې وتښتول شوم.”

نيازى ادعا کوي، کومو کسانو چې دى د شنبې په ورځ تښتولى وو، يو پکې د اصولي ورور قديرالله او بل يې په ټاکنو کې د زلمي رسول ناظر، خيال مرجان او ورسره دوه  تنه نور وو. دده په وينا، کمال ناصر اصولي هم په ټاکنو کې د زلمي رسول په ملاتړ کمپاين کاوه.

د نيازي په وينا، تښتوونکو دده د وهلو ډبلو پرمهال ويل ، چې په ټاکنو کې يې هغوى ته مزاحمت کړى دى.

لمر نيازي له پژواک سره په خبرو کې وويل، چې د ټاکنو په ورځ يې په باک ولسوالۍ کې تر خپلې وسې هڅه کړې، د درغلۍ مخه ونيسي او دا کار سبب شو، چې د اصولي غوسه راوپارېږي.

د نيازي د معلوماتو پر بنسټ، اصولي ورته تر ټاکنو درې ورځې مخکې ټېلېفون وکړ او له ده سره يې پر درغليو کولو خبرې کړې دي.

هغه وويل ، چې د اصولي د غږ ثبتول او خپرول هم ددې لپاره وو ، چې نور څوک په ټاکنو کې د درغلۍ هڅه و نه کړي.

نيازى زياتوي: “زما خبرې د داسې يوه کس په توګه وې، داسې ښکارېده چې ډيل (معامله) کوي… ما دده (اصولي) خبرې ريکارډ کړې او دا بيا ما له کمېسيون سره هم شريکې کړې، چون د انتخاباتو مستقل کمېسيون په دې اړه څه و نه ويل، خو ويې ويل چې دا کلېپ (غږ) وساته. چون زه يو مطبوعاتي کس وم، ما له يوې لارې په انټرنټ کې خپرې کړې.”

ده وويل ، چې هېڅکله يې چا ته د خپل کار پرمهال د درغلۍ کولو موکه نه ده ورکړې او يواځې يې د اصولي د نيت معلومولو لپاره له هغه سره د ټاکنو د يوه مفسد کارکوونکي په جامه کې خبرې کړي.

ده زياته کړه: “دوى (د اصولي کسانو) خو داسې ګڼله چې کېسه جوړه ده، کله يې چې کسان واستول ما د امنيتي کسانو په واسطه ]د ټاکنو[ له مرکز څخه لرې کړل.”

هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د کمال ناصر اصولي نظر هم واخلو، خو دهغه ټېلېفون بند دى او د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې، نوموړى دا مهال عربي متحده اماراتو کې دى.

د خوست امنيه قوماندان فيض الله غيرت وايي، چې د لمر نيازي تر شکايت وروسته امنيتي او کشفي ارګانونو د خيال مرجان په نوم د يوه تن د نيولو هڅې پيل کړې دي.

غيرت وايي، چې پوليسو څو ځلې په مختلفو سيمو کې د خيال مرجان د نيولو لپاره عمليات کړي، خو لا يې هم نه دى موندلى.

امنيه قوماندان زياتوي ، چې د خيال مرجان تر نيول کېدو وروسته به د نيازي په قضيه کې نور ښکېل کسان څرګند شي.

که څه هم نيازى وايي، چې دده ژوند لا هم له ګواښ سر مخ دى، خو امنيه قوماندان ورته د امنيت ډاډ ورکوي او وايي ، چې خيال مرجان پېژندل شوى سړى دى، نه دا چې سازمان يافته غل يا تښتوونکى وي.

بل خوا په خوست کې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر رييس محمد شفيق وفا هم وايي، چې د خپل کارمند د ډبول کېدو موضوع يې له مرکزي دفتر سره شريکه کړې ده.

وفا وايي، چې د اوس لپاره نشي ويلى ددوى کارمند د چا له خوا وهل شوى، خو تر څېړنو وروسته به څرګنده شي.

په خوست کې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفتر رييس نور ونه غوښتل په دې اړه څه ووايي.

د کمال ناصر اصولي او لمر نيازي ترمنځ ټېلېفوني خبرې

که څه هم دا خبرې په انټرنټ کې خپرې شوې دي، چې د لمر نيازي د غږ کيفيت پکې بدل شوى، خو پژواک ددغو خبرو يوه اصلي کاپي تر لاسه کړې ده، چې څرګندوي، د دغو دوو کسانو غږ دى.

د خبرو په لومړيو کې نيازى له اصولي څخه غواړي ، چې که څه فرمايش لري، نو ورته دې ووايي، خو اصولي ټينګار کوي له ده سره چې ځان د پوهنتون محصل هم معرفي کوي، له نږدې وويني او “پر ځېنو مسايلو ورسره خبرې وکړي.”

اصولي د نيازي د همکارۍ راجلبولو لپاره د هغه د ستايلو ترڅنګ بېلابېل مسايل وريادوي او په دې توګه غواړي ځان په ملي شورا کې ورته د يوه قوم د حقونو يواځنى مدافع وروپېژني.

اصولي وايي، دا چې دى د خپلو خلکو د ګټو لپاره دا ډول قربانۍ ورکوي، نو پکار ده، چې په خوست ولايت کې ځوانان دده ملاتړ وکړي، ترڅو دده په خبره “حد اقل له نورو سره دده فرق وکړي.”

اصولي زياتوي: “يو د دوستۍ او انډيوالۍ خبره وي، اما يو د افغانستان ملي مسايل دي، په ملي مسايلو کې چې زه کله انور سادات د پښتنو پر سر په بوټونو ولم، کله چې د استاد عطا پر خبره جنجال کوم، ددې لپاره چې د افغانستان او اسلام کلمه پرې ومنو په تذکرو کې، دا به تاسو په مېډيا (رسنيو) کې ليدلي وي.”

د خبرو او ستاينو په اوږدو کې اصولي له لمر نيازي په وار وار غواړي، چې يو ځل له ده سره په پټ ځاى کې د لنډ وخت لپاره وګوري، ترڅو دده په خبره، په کوم ځاى کې چې نيازى دنده لري، “په هغه ځاى کې بعضې مسايل او ملحوظات موجود دي.”

اصولي د نيازي په ځواب چې که څه فرموده دې وي، موږ په خدمت کې يو وايي: “وروره شته، ولې نه، دلته په ولايتي شورا کې زما جبهه او د لياقت بابکرخېل دوى او ددې خلکو جبهې جدا دي او هغه ساحه کې ددوى ولسوالۍ دي کنه، هلته دوى خپل کانديدان لري او ولايتي شورا ته زما ملګري خپله کانديدان لري، په رياست جمهوري کې هم همداسې ده، نو دا مسايل خامخا تاثير ګزاره دي.”

د يادونې  ده ، چې لياقت بابکرخېل په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازى او د دې ولايت د باک ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

اصولي په خپلو خبرو کې وايي، چې د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي ته به د ټېلېفوني پيغام له لارې د خپلې خوښې وړ کانديدانو نومونه ولېږي.

دى زياتوي: “زه درته ټيکسټ مسج (لنډ ليکلى ټېلېفوني پيغام) کوم، په هغه کې ځينې نومونه درکوم د ولايتي شورا د نفرو، ښه؛ تاسره که مامورين دي که ملګري که دوستان دي، وروره چا ته به دا نه وايې چې نه، هر رقم يې چې ته خوشحاله کولى شې دا مامورين، خوشحاله يې کړه، مګر زما ملا راوتړه. يعنې که ځوانان زما ملا را ونه تړي، د افغانستان په کچه، دلته په خوست کې، نو بيا زه هم ګېله من کېږم.”

نيازى په خپلو خبرو کې ځان بې وسه محصل معرفي کوي، چې ګواکې له اقتصادي پلوه يې حالت ښه نه دى، او اصولي بايد د همکارۍ په بدل کې ورته پيسې ورکړي، چې اصولي هم د هغه هره خبره تاييدوي.

اصولی په خپلو خبرو کې زياتوي ، چې د ټاکنو په ورځ به د ټاکنو ددې کارکوونکي د کار سيمې ته خپل کسان ورولېږي.

دى وايي: “وه وروره، ته به هلته هېچا ته نه، نه وايې؛ چې څوک څه درته وايي، چې دا کار راته وکړه، ورته ووايه دا درته کوم، خو دغه کار وکړه. يعنې زه آماده يم چې بيا ته راته ووايې، چې انشاالله دغه رقم، چا سره مې خبره کړې، نه درته نه وايم، ځکه زما ملا راوتړه، سمه په پښتونولۍ، په انډيوالۍ، زه دې په خدمت کې يم ګرانه.”

نيازى، ژمنه ورکوي چې دى به خپله هڅه وکړي.

که څه هم اصولي د ټاکنو کمېسيون له دې کارکوونکي څخه د ټېلېفون د بلې شمېرې غوښتنه کوي، خو هغه يې له ورکولو ډډه کوي.

که څه هم پژواک د اصولي د نظر ترلاسه کولو لپاره دا راپور د دوو ورځو لپاره وځنډوه، خو دا چې هغه په افغانستان کې نه وو، د هغه له نظر پرته خپور کړ.

که چېرې نوموړى ددې ګزارش په تړاو نظر ولري، پژواک به د ژورناليزم اصولو ته په پام سره د خپلې بې طرفۍ د ساتلو لپاره د هغه نظر په بېل راپور کې خپور کړي.                                    

Visits: 4

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.