ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چغچران  ښاروال له دندې ګوښه شو

د چغچران ښاروال له دندې ګوښه شو

author avatar
15 Apr 2014 - 18:08
د چغچران  ښاروال له دندې ګوښه شو
author avatar
15 Apr 2014 - 18:08

 چغچران (پژواک ٢٦ ورى ٩٣): د غور د مرکز چغچران  ښاروال، د يو شمېر کسانو له لوري د لاريونونو او اعتراضونو په پايله کې، له خپلې دندې ګوښه شوى او د غور ټلوېزيون ملکيت بيرته ياد ټلوېزيون ته سپارل شوى دى.

 د غور والي سيدانور رحمتي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون د وزيرانو شورا د پرېکړې او له هغه سره د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر عبدالخالق فراهي له لوري په نيول شوې اړيکه کې، د ښاروال د لرې کېدو او د سيمه ييز ټلوېزيون د ملکيت سپارلو خبر ورکړل شوى دى.

 دغور والي زياته کړه، چې دوى د ښاروالۍ د امنيت ساتلو په موخه امنيتي ځواکونه ته امر کړى، چې د ښاروال د کارونو د څېړلو او د نوي ښاروال تر ټاکل کېدو پورې، څوک د ښاروالۍ له امکاناتو او بوديجې ګټه نه شي پورته کولى.

 د غور د سيمه ييز ټلوېزيون مشر علاوالدين محمدي وويل، د دغه ولايت د خلکو د غوښتنې او د هغو اسنادو او شواهدو له مخې، چې پرون وزيرانو شورا ته د اطلاعاتو او فرهنګ وزير له لوري د دغو رسنيو د ملکيت په اړه وړاندې شوي، د سيمه ييز ټلوېزيون ملکيت يو ځل بيا دغه ټلوېزيون ته ورکړل شو.

 محمدي زياته کړه: ” د  اطلاعاتو او فرهنګ وزير له ما سره اړيکه نيولې او په دې اړه يې راته ډاډ راکړى او موږ په دې برخه کې د خلکو او رسنيو له ملاتړ مننه کوو.”

 دا په داسې حال کې ده، چې يو شمېر کسانو او مدني بنسټونو په تېرو څو ورځو کې په پرله پسې ډول لاريونونه وکړل او د ښاروال د ګوښه کېدو غوښتنه يې کوله.

 دوى ادعا کوله، چې ښاروال د دغه ټلوېزون اړونده ځمکه په زورواکو وېشي.

 خو چغچران لرې کړاى شوي ښاروال محمد اسحق همراز د دې ادعا په ردولو سره ويلي و، چې دا ځمکه په ښاروالۍ پورې اړوند ده او د ټلوېزيون ودانۍ يې د والي په غوښتنه، د ځانګړې مودې لپاره دغه ټلوېزيون ته ورکړې، تر څو دغه ټلوېزيون ته بله ودانۍ جوړه شي.

 خو د غور دولتي ټلوېزيون امر وايي، چې ياده ودانۍ په راډيو ټلوېزيون پورې اړوند ده او له پخوا د وزيرانو شورا له لوري دوى ته ورکړل شوې، خو ښاروال يې زورواکو ته د ورکولو هڅه کوي.

 د چغچران ښار د اصنافو يوه غړي ميراحمد وويل: ” دا چې ولسمشر او کابينې، د غور د خلکو غوښتنې ته احترام کړى  نو درناوى يې کوي او دا د دې ښکارندويي کوي، چې دولت د خلکو غږ ته غوږ نيسي.

 د غور ژورناليستانو د ملي ټولنې مسوول عبدالقدير غفوري هم وايي، چې د غور ټلوېزويون په دغه ولايت کې يواځينۍ تصويري رسنۍ ده او خلک هم دغې رسنۍ ته اړتيا لري او په دې اړه د دولت له پرېکړې مننه کوي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.